خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

بخش صوتى

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پنځه پوليس او شپږ وسله وال طالبان وژل شوي

پنځه پوليس او شپږ وسله وال طالبان وژل شوي

Jul 16, 2015 - 15:09

جلال اباد (پژواک، ٢٥ چنګاښ٩٤): چارواکي وايي چې د لغمان او ننګرهار ولايتونو په دوو امنيتي پېښو کې پنځه پوليس او شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د چنګاښ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د ولايت د مرکز مهترلام اړوند د بديع اباد په سيمه کې سيمه ييز پوليس د طالبانو پر کمين ور برابر شوي وو.

هغه زياته کړه چې د وسله والو طالبانو له خوا په دغه بريد کې د سيمه ييزو پوليسو د يوې پوستې قوماندان سميع الله له خپلو څلورو نورو پوليسو سره وژل شوى دى.

د نوموړي په وينا، په وژل شوو پوليسو کې د قوماندان دوه زامن هم شامل دي.

دى وايي چې سيمې ته مرستندوى ځواک رسېدلى او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې، خو بريدګر په تېښته بريالي شوي دي.

بلخوا په ننګرهار ولايت کې  د بهرنيو ځواکونو په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې شپږ وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک ته وويل چې دا بريد پرون ناوخته ددې ولايت په هسکه مينې ولسوالۍ کې شوى و.

د هغه په وينا، په وژل شوو وسله والو کې د هغوى يو قوماندان هم شامل و.

وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

گزارش های مربوطه:

اعلانات

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan