خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پاکستاني ځواکونو په بلوچستان کې ١٤ افغان طالبان نيولي

پاکستاني ځواکونو په بلوچستان کې ١٤ افغان طالبان نيولي

Mar 10, 2016 - 15:30

کابل (پژواک، ٢٠ کب ٩٤): پاکستاني ځواکونو د دغه هېواد د بلوچستان په مرکزي ښار کوېټه کې ١٤ افغان طالبان نيولي دي.

ځايي رسنيو د کب په ١٩مه خبر ورکړى چې دغه طالبان نن له غرمې مخکې د کوېټې ښار اړوند د پشتون اباد په سيمه کې نيول شوي دي.

يوې امنيتي سرچينې ځايي رسنيو ته ويلي چې دغه افغان طالبان په يوه کور کې نيول شوي او د پلټنو لپاره نامعلوم لور ته لېږدول شوي دي.

خو سرچينې دا نه دي ويلي چې په نيول شوو کې د طالبانو مهم کسان هم شامل دي او که نه عادي طالبان دي.

په پشتون اباد سيمه کې ګڼ شمېر افغان کډوال مېشت دي او پخوا هم له دې سيمې افغان طالبان نيول شوي وو.

د يادونې ده، تېره مياشت طالبانو ته نږدې سرچينو له کوېـټې ښار څخه د طالبانو د  استخباراتو د مشر او د هغه د مرستيال د نيول کېدو خبر هم ورکړى و، خو طالبانو دا خبر رد کړى و.

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement