خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د قره باغ ښوونځي له دوو اونيو راهيسې د زده کوونکو پرمخ تړلي دي

د قره باغ ښوونځي له دوو اونيو راهيسې د زده کوونکو پرمخ تړلي دي

Nov 10, 2016 - 15:36

غزني ښار (پژواک،٢٠لړم ٩٥):د غزني د قره باغ ولسوالۍ ټول ښوونځي له دوو اونيو راهيسې د زده کوونکو پرمخ تړل شوي، چې له امله يې زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې دي.

د خلکو په وينا، دغه ښوونځي وروسته له هغه وتړل شول، کله چې پوليسو دوه زده کوونکي پر ډزو ووژل.

د قره باغ اوسېدونکي محمد امين ابراهيمزوى د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د روانې مياشتې له اومې نېټې راهیسې د دې ولسوالۍ ټول ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.

د هغه په وينا، دغه ښوونځي خلکو وروسته له هغه وتړل، چې پوليسو دوه زده کوونکي د تالاشۍ پرمهال پر ډزو و وژل.

ده زياته کړه: ((خلک وايي چې مکتبونه به تر هغه تړلي وي، ترڅو دغه پېښه نه وي څېړل شوې.))

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکى محمد اکرم وايي، د طالبانو په هڅونه خلکو د ښوونځيو دروازې تړلې دي.

دى وايي: (( طالبانو خلکو ته وويل چې د پوليسو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي او د مکتبونو دروازې وتړي.))

د همدې ولسوالۍ د يوې لېسې مدير د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل، دغه ښوونځي په لومړيو کې د طالبانو په وينا وتړل شول، خو اوس د ولسوالۍ د سپين ږيرو له لوري تړل شوي دي.

نوموړى زياتوي: ((دغو کسانو ويلي، تر هغه چې د پېښې عاملين د قانون منګولو ته ونه سپارل شي، دا ښوونځي به تړلې وي.))

هغه ټينګار وکړ چې هر څه ژر بايد دغه ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانيستل شي، ځکه دا کار د هېواد له بچيانو سره ستره جفا ده.

خو د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد بيا پژواک ته وويل، په قره باغ ولسوالۍ کې ټول نه، بلکې د ګوتو په شمار ښوونځي تړل شوي دي.

ده زياته کړه، د يادو ښوونځيو د خلاصون لپاره يې پلاوى سيمې ته استولى او خلک هم بايد ورسره همکاري وکړي.

د هغه په خبره، تر اوسه روښانه نه ده چې دغه زده کوونکي د چا پر ډزو وژل شوي دي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل بيا وايي، په دې ولسوالۍ کې ځينې کسان په دغه شان کړنو سره غواړي د پوليسو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

ده هم وويل چې په ياده برخه کې د پوليسو پلټنې روانې دي او ډېر ژر به د ښوونځيو د خلاصون لپاره يوه لاره ولټول شي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، په قرباغ ولسوالۍ کې دوى څوک د ښوونځيو د تړلو لپاره نه دي هڅولي.

هغه وايي: ((دغه کار خپله قومي مشرانو او خلکو کړى دى، ځکه د پوليسو په ډزو کې پنځه زده کوونکي وژل شوي دي.))

په قره باغ کې ټول ۵۶ ښوونځي دي، چې ۲۶ يې لېسې او پاتې نور يې منځني او لومړي ښوونځي دي، چې په ټولو کې د نجونو په ګډون نږدې ٣٣زره کسان زده کړې کوي.

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement