خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

بخش صوتى

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کامې زده کوونکې د ښوونکو د اعتصاب له امله له زده کړو بې برخې شوي

د کامې زده کوونکې د ښوونکو د اعتصاب له امله له زده کړو بې برخې شوي

Feb 08, 2017 - 15:39

جلال اباد (پژواک، ۲۰ سلواغه ٩٥): د ننګرهار د کامې ولسوالۍ ښوونکو د کاري اعتصاب له امله په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پر مخ تړل شوې او له امله يې څلوېښت زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.

يادو ښوونکو شاوخوا شل ورځې وړاندې وروسته له هغه کاري اعتصاب پیل کړ چې له کلونو راهيسې يې د ځمکو نومرو د ورکړې په برخه کې ورسره شوې ژمنه عملي نه شوه.

د يادو ښوونکو يو استازي ماهر خان د سلواغې په ۲۰مه پژواک اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ شاوخوا ۸۶۰ ښوونکو له دې امله کار بنديز کړی چې دولت له خوا ورته د ښارګوټي لپاره ورکړل شوې ځمکه بل چا ته په اجاره ورکړل شوې ده.

هغه زياته کړه، دا ځمکه د کامې له سربند سره نږدې په داسې ځای کې چې د ټولې ولسوالۍ ښوونکي کولی شي، خپلو ښوونځيو ته پر وخت ځان ورسوي او هم د امنيت له لحاظه ښه موقعيت لري پرته ده.

دی وايي، ځمکه لومړی دوی ته ورکړل شوې؛ خو اوس په ډېرې ارزانه بل چا ته اجاره ورکړل شوې او له څو کلونو راهيسې دوی په يو او بل نوم غولول کېږي.

د يادو ښوونکو له ډلې خيبر ياسينې پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې دوی په ياده سيمه کې خېمې درولې او تر هغه وخته چې نومرې ورته تسليم نه شي؛ نو دوی له دغه ځايه د تللو اراده نه لري.

نوموړي غوښتنه وکړه چې ولايتي اداره او د پوهنې ریاست دې د دوی ستونزه حل کړي، که نه دوی به د ستونزې نه حل کېدو په صورت کې خپلو اعتراضونو او اعتصاب ته دوام ورکړي.

بلخوا د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د کامې ولسوالۍ ښوونکو د کاري اعتصاب له امله په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پر مخ تړل شوې او له امله يې څلوېښت زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوې دي.

د دغه رياست وياند محمداصف شينواري پژواک ته وويل چې د کامې ولسوالۍ د ښوونکو د اعتصاب شلمې ورځې ته ورسېد چې له امله يې په ياده ولسوالۍ کې ۳۰ لوی او واړه ښوونځي هم تړل شوي دي.

دی وايي، د يادو اعتصاب کوونکو لپاره د دولت کړنلاره دا ده چې لومړی بايد اعتصاب کوونکي ښوونکي غير حاضر شي او له هغه وروسته چې موده يې پوره شي، بايد منفک شي.

خو دا چې د ښوونکو د نومرو د ورکړې په برخه کې څه پرمختګ شوی، د پوهنې رياست وياند وايي چې ياده ځمکه تر اوسه دوی ته نه ده سپارل شوې او پر دغه ځمکه د کورونو جوړېدو جوګه نه دي.

هغه زياته کړه چې ځمکه د زراعت وزارت اړوند ده او دوی ښوونکو ته هغه ځمکه ورکوي چې هېڅ لانجه ونه لري او د پوهنې وزارت ملکيت وګڼل شي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي هم له پژواک سره د خبرو پر مهال وويل چې د يادې ستونزې د حل لپاره په قومونو چارو کې د ولسمشر سلاکار قمرالدي شينواري د يو پلاوي په مشرۍ راغلی او له ښوونکو سره يې مذاکرات پيل کړي دي.

دی وايي، ياده ځمکه د انجنيري له پلوه د کور جوړولو جوګه نه دي او ولايت په دې هڅه کې دی چې يادو ښوونکو ته بله بديله ځمکه د ښارګوټي لپاره ورکړي.

هغه زياته کړه چې پلاوي له ښوونکو سره خبرې پيل کړې او ښايي له راتلونکې شنبې څخه ښوونکي خپل اعتصاب پای ته ورسوي.

د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو سراسري اتحاديې مشر ډاکټر محمد لياقت عادل ياد اعتصاب د ښوونکو مدني حق ګڼي؛ خو ټينګار کوي چې ښوونکي د خپل حق غوښتو په خاطر نه باید د زده کوونکو د زده کړو حق واخلي.

دی وايي، ښوونکي ذهني خوارېکښه طبقه ده او بايد په ښه ډول تر تنظمېدو وروسته د خپلو روا حقوقو لپاره په داسې لارو فکر وکړي چې هغه په ملي شکل نورو خلکو ته زيان اړوونکې نه وي.

ډاکټر عادل له حکومت څخه هم غوښتنه کوي چې بايد د نومرو د ورکړې په برخه کې له ښوونکو سره کړې ژمنه دې عملي کړي.

د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت په لسو ولسواليو کې د ښوونکو لپاره ۱۳ ښارګوټي نقشه شوي؛ خو له دوو پرته د نورو ټولو د رغولو په چارو کې خنډونه د دې لامل شوي چې ښارګوټي لا تر اوسه نه دي رغول شوي.

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement