خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار دوو پيښو کې ۴ ملکیان او دوه پولیس ووژل شول

د ننګرهار دوو پيښو کې ۴ ملکیان او دوه پولیس ووژل شول

Jun 09, 2018 - 20:15

جلال اباد (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۷) : ځايي چارواکي وايي، د ننګرهار کوټ ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله شلو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي پژواک ته وويل، نن نږدې ماښام مهال شپږ بجې او پنځه څلوېښت دقيقې د د کوټ ولسوالۍ هندرانو بازار سيمه کې چاودنه شوې ده.
دی وايي، چاودنه په يو دوکان کې د ځای پرځای شوي ماين له امله رامنځته شوې چې څلور ملکيان وژل شوي او شپاړلس نور ټپيان دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مطبوعاتي مسول انعام الله مياخيل پژواک ته وويل، چې د چاودنې له ځايه جلال اباد حوزوي روغتون ته يوولس ټپيان انتقال شوي.
هغه د دريو ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ وباله.
د سيمې يو اوسېدونکي عابدالله پژواک ته وويل د پېښې په ځای کې يې شلو په شاوخوا کې مړه او ټپيان ليدلي دي.
د چاودنې مسوليت چا نه دی منلی.
دغه راز نن ماښام د جلال اباد ښار اړونده شپږمه ناحیه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي.
خوږیاڼی وایي، چې بریدګر په تیښته بریالي شوي.

علامت: 

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement