خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"طالبان دې د اوربند په اړه د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي"

"طالبان دې د اوربند په اړه د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي"

Jun 21, 2018 - 15:37

لښکرګاه (پژواک، ۳۱ غبرګولى ۹۷) په هلمندکې سلګونه قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې له وسله والو طالبانو وغوښتل  چې د سولې او اوربند په اړه يې غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

دا غونډه چې نن د غبرګولي په ٣١مه، د هلمندپه  مرکز لښکرګاه کې جوړه  شوې وه، په کې د سرحدونو او قبايلو وزير محمد شفیق ګل اغا شېرزي  هم ګډون درلود.

هغه وويل، د حکومت د هڅو په پايله کې سولې ته هيله مندي پيدا شوې ده.

نوموړي زياته کړه، د کوچني اختر په ورځو کې که څه هم د درې ورځې اوربند موده لږه وه، خو دا ددوی لاسته راوړنه ده او نړیوالو ته  يې وښوده چې افغانان نور له جګړې ستړي شوي  او دواړه خواوو  په ډېره ښه توګه دغه  پروسه  عملي کړه.

شېرزى وايي : (( دا چې ډېری طالب  مشران د جنوب دي، له دې امله ددې سیمې اوسېدونکي، قومي مخور اودیني عالمان ښه رول لوبولی شي او دوی هم په تېرو نږدې وختونو کې د وسله والو مخالفینو له مشرانو سره چې  دکويټې او پېښور د شورا ګانو غړي دي خبرې ورسره کړي  چې يوه  بلګه  يې تېر اوبند وو.))

خو طالبانو دغه ليدنې رد کړې دي.

د سرحدونو چارو  وزير د ياد ولايت له مشرانو غوښتنه وکړه چې په دې کار کې بې ساري هڅې وکړي  او د کابل د علماوو د شورا  د فتوا په اړه دې خلک خبر کړي.

د هغه  په وينا، دسولې لپاره  د حکومت، نړیوالو او ولسونو زارۍ او غوښتنې د بې غيرتۍ او کمزورتیا په معنا نه دي دا شرعي حکم دی او د ولسونو لومړۍ غوښتنه ده  چې په سوله، امنیت او ارامه  فضا کې ژوند وکړي.

د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان وویل، دسولې او اوربند طرحې  او پروګرامونه د ولسمشر له لومړيتوبو څخه  وو، چې ورو ورو هدف ته رسیږي .

نوموړي زیاته کړه:(( موږ  ددولت  له وسله والو مخالفینو څخه  یو ځل بیا غوښتنه کوو  چې نور له جګړې لاس په سر شي او د هېواد  د امنیت او سولې لپاره  نیغ  په نېغه خبرو ته کېني. ))

دى وايي چې له طالبانو سره يې داوربند په ورځو کې وليدل هغوی هم له جګړو ستړي دي، حکومت هم همدا غوښتنه کوي او له  طالب مشرانو غواړي چې دسولې وړاندیزونه ومني او لبیک ورته ووايي.

د ولایتي شورا رییس عطاء لله  افغان وویل،د اختر په ورځو کې درې ورځني اوربند وښوده چې دا جګړه پردۍ ده، ځکه دواړو خواوو سره له  ډېرو ګواښونو د اختر مبارکۍ ورکړې، یو له بل سره  مېلمانه  شول.

هغه وايي: (( موږ له وړاندې هېڅ کله  داسې فکر نه و کړی چې د  دواړو خوا ځوانان دې یو له  بل سره  کيني اوس داسې ښکاري چې د سولې لپاره  لږ هڅې هم د دوامداره اوربند او سولې لپاره زمینه  برابر ولی شي.))

نوموړي د سرحدونو له وزیر څخه  غوښتنه وکړه چې ولسمشر ته يې هغه پیغامونه ورسوي چې مرکزي اداره  د پيسو او واسطو پر بنسټ ادارو ته  مامورین رالېږي، د پنځو ولسوالیو شورا ګانو لپاره  لغوه شوي  انتخابات ورسره ومني او په امنیتي  برخه کې يې د تشکیلاتو او امکاناتو تشې ډکې کړي.

د اغامحمد همتیار په نوم  يو تن ديني عالم نیوکه وکړه  چې دواړه  غاړې باور نه ورباندې لري، په  یو او بل نوم تورنږي، له دې امله حقیقت  نه شي ويلى که نه دوی د جګړې د بندېدو لپاره بشپړ دلایل لري او که چېرې دوی ته  زمینه  برابره  شي دواړو غاړو ته دجوړجاړي چارې برابرولی شي.

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement