خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کونړ کې د داعش او القاعده ډلو ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په کونړ کې د داعش او القاعده ډلو ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Sep 01, 2018 - 14:40

اسعد اباد (پژواک، ١٠ وږى ٩٧): چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې د يو لړ عملياتو پر مهال د داعش او القاعده ١٢ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول فریدالله دهقان د وږي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام د ايتلافي ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د څوکۍ او وټه پور ولسواليو په مربوطاتو کې هوايي بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه چې په دې بريدونو کې د داعش او القاعدې ١٢ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هقان وايي چې د څوکۍ ولسوالۍ ديوګل درې د امريو سيمې په بريد کې د داعش ډلې د یوه قوماندان رحمت الله په ګډون څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي.

د نوموړي په وينا، دغه راز دويم بريد د وټه پور ولسوالۍ د لاټي بانډې په سیمه کې شوی چې د القاعدې ډلې څلور کسان په کې وژل شوي دي.

هغه وويل، په دغو عملیاتو کې ولسي خلکو ته زيان نه دى اوښتى.

يادو ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement