خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لښکرګاه کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

لښکرګاه کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

Nov 14, 2018 - 16:31

لښکرګاه (پژواک، ٢۳ لړم ۹۷): د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د کرنيزو محصولاتو او لاسي صنايعو يو ورځنى نندارتون جوړ شو.

د هلمند د کرنې او مالدارۍ رييس زلمي الکو وويل چې د دغه نندارتونه جوړولو اساسي موخه کرنيزو توليداتو او لاسي صنايعو ته بازارموندنه ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، په یاد نندارتون کې د کرنيزو محصولاتو تر څنګ لاسي صنايع، د روخام ډبرې، شات، زينتي توکي او ځيني نور توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.

ده وويل: ((ټول هغه شيان په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي چې خپله په هلمند کې توليد شوي دي.))

د الکو په وينا، په دغه ولايت کې د سړو خونو جوړولو لپاره يې دوه سوه جريبه ځمکه ځانګړې کړې چې د بودجي په ترلاسه کولو سره به يې د جوړولو چارې پيل کړي.

همدارنګه د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې دغه ډول نندارتونونه د کروندګرو او صنعتکارانو د هڅونې لامل کېږي او په خپلو توليداتو کې مثبت بدلونونه راولي.

والي وايي: ((هلمند ښې اوبه او هوا لري خو دلته چا بنسټيز کار نه دى کړى، دلته اوس هم خلک په پخوانۍ بڼه کرنه کوي، هېڅ نوښت په کې نه دی راغلی.))

نوموړي ژمنه وکړه چې کرنيزو توليداتو ته د بازارموندنې په موخه به په دغه ولايت کې دوه د مېوو لوى مارکېټونه جوړ کړي چې يو به يې دولتي او بل به يې خصوصي وي.

د هغه په وينا، راتلونکې اوونۍ به د کجکي برېښنا بند د سروې چارې هم پيل شي چې د برېښنا توليد به له ٥١ څخه ١٥١ ميګاواټو ته لوړ شي.

همدارنګه د محمد داوود په نوم يو تن چې مېوې يې نندارې ته وړاندې کړې وې، پژواک ته وويل: ((زموږ لويه ستونزه دا ده چې حکومت موږ ته پاملرنه نه ده کړې، نه سړې خونې شته او نه هم د توليداتو د خرڅلاو لپاره بازار لرو.))

نوموړى وايي چې دغه ډول نندارتونونه له دوى سره د بازارموندنې په برخه کې ډېره مرسته کوي.

د يادونې ده، پرون په کندهار کې هم د کرنيزو توليداتو او لاسي صنايعو نندارتون جوړ شوى و.

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement