خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سالنګ لاره د کوچنيو موټرو پر مخ خلاصه شوه

د سالنګ لاره د کوچنيو موټرو پر مخ خلاصه شوه

Jan 12, 2019 - 16:57

پلخمري  (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٧) : د هېواد شمالي ولايتونو تللې لويه لاره  په سالنګ کې چې د واورې له امله بنده شوې وه، د کوچنيو موټرو پر وړاندې خلاصه شوه.

د سالنګ لارې  د څارنې او ساتنې مسوول  انجنيرعبدالبصيرحبيبي  د مرغومي په ٢٢مه، مازيګر مهال پژواک اژانس ته وويل چې د سختو واورو له امله دا لاره تېره شپه تړل شوې وه.

هغه زياته کړه، د دوى د کارکوونکو د هلو ځلو په پايله کې نن غرمه لار  پرانيستل شوې، خو يواځې د کوچنيو موټرو لپاره.

نوموړي وويل، له غرونو څخه پر سړک واورې ښويېدلې وې او د دوى کارکوونکو دا واورې پاکې کړې دي.

د شېرمحمد په نامه يو تن موټر چلوونکي پژواک ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې تم شوى و .

هغه زياته کړه، د موټرو او خلکو د ګڼې ګوڼې له امله په هوټلونو کې ځاى نه و.

د سالنګ لار هرکال ژمي موسم کې دواورو ښويېدو له امله د ترافيکو پرمخ تړل کېږي چې ځينې وخت دموټر ښويېدو له امله مرګ ژوبله هم رامنځته کېږي .

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement