خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په مزارشريف کې موټر چلولو ته د مېرمنو او نجونو لېوالتيا ډېره شوې

په مزارشريف کې موټر چلولو ته د مېرمنو او نجونو لېوالتيا ډېره شوې

Jan 15, 2019 - 14:51

مزارشريف (پژواک، ۲۵ مرغومی ۹۷): د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د موټر چلولو له مسلک سره د مېرمنو او ځوانو نجونو علاقمندي زياته شوې ده.

بلخ کې د ښځو د حقونو فعالانې دې موضوع ته خوشبينه دي او زياتوي چې له دې سره به مېرمنې د ځان بسياينې پر لور ګامونه واخلي او همدا راز به د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی هم کم شي.

۴۵ کلنه ليلما احسان په مزارشريف کې د مېرمنو لپاره د موټر چلولو د زده کړې ځانګړي مرکز مشره ده چې د دولتي رسمي دندې تر څنګ يې په شخصي پانګونه ياد مرکز جوړ کړی دی.

هغې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، درې کاله وړاندې يې له يو شمېر مېرمنو سره تر سلا مشورې وروسته، د ښځو لپاره د موټر چلولو د زده کړې ځانګړی مرکز پرانيست.

نوموړې زياتوي چې په پيل کې زړه نا زړه وه؛ خو د درې کلونو په تېرېدو سره يې اوسمهال دغه مرکز کې لسګونه مېرمنې د ډرېورۍ مسلک پر زده کو بوختې دي.

مېرمن ليلما نيمه ورځ په مزارشريف کې د ښوونکو روزنې موسسه کې د استادۍ دنده ترسره کوي او وروسته له غرمې د ياد روزنير مرکز چارې سمبالوي.

هغې له ډرېورۍ سره د بلخي مېرمنو د علاقې په اړه وويل: ((په پيل کې زړه نا زړه وم، ګومان مې کاوه، چې د کلتوري او دوديزو رواجونو له امله به کورنۍ خپلو مېرمنو ته اجازه ورنکړي، چې موټر چلول زده کړی؛ خو اوس هر څه بدل شوي، لسګونه مېرمنې همدا اوس هم زمونږ په مرکز کې د موټر چلولو مسلک زده کوي)).

مېرمن ليلما د خپلو خبرو په دوام کې راته وويل چې د تېرو درېو کلونو په موده کې يې په خپل روزنيز مرکز کې شاوخوا ۵۰۰ مزاري مېرمنو ته د موټر چلولو مسلک ور زده کړی او هغوی په رسمي ډول د ډرېورۍ جوازونه اخيستي دي.

هغې زياته کړه : (( تر ټولو ښه خبره دا ده چې زمونږ ډېری کورنيو اوس دا منلې، چې مېرمنې هم بايد په ټولنه کې بشپړ سهم ولري، د پخوا په پرتله اوس خلک ډېر ښه شوي، زه يې شاهده يم چې زياتې کورنۍ غواړي، چې د کور ښځينه غړې دې يې په مسلکي ډول موټر چلول زده کړي)).

نوموړې زياتوي، چې کله په ښار کې ګرځي او د هغو مېرمنو په ليدو ډېره خوشاله کېږي، چې د دې تر لاس لاندې يې د موټر چلولو فن زده کړی دی.

مېرمن ليلما په مرکه کې تر ټولو جالبه راته دا وو، چې نوموړې وايي له تېرو ۷ کلونو راهيسې ډرېوري کوي؛ خو په وينا يې چې په دغه موده کې حتی يو ځل هم د چا لخوا له ازار او اذيت سره نه ده مخ شوې.

نوموړې وويل: (( دا زما لپاره هم ډېره جالبه ده، هغه افغانستان چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي او ځورونې برخه کې مشهور دی؛ خو زه له تېرو ۷ کلونو راهيسې د موټر جلو ته ناسته يم، تر اوسه حتی يو ځل هم چا راته سپکه او بېځايه خبر نه ده کړې، چې هر څوک مې ويني لا ډېره مې تشويقوي او هڅې مې ستايي)).

د هغې په وينا، د مزار شريف ښار ښه چاپېريال او امنيت د دې لامل شوی، چې له موټر چلولو سره د مېرمنو او ځوانو نجونو علاقه زياته شي.

نوموړې زياتوي، چې په د يوې مياشتې په موده کې د څلورو پړاوونو پر مهال يوې مېرمنې ته په بشپړ ډول د موټر چلولو مسلک ور زده کوي.

هغه وايي: (( د موټر چلولو د زده کړې متقاضيانو ته د روزنې په لومړۍ اونۍ د ترافيکو قوانين تدريسيږي، دويم پړاو کې ورته ترافيکي نښې او د هغو اهميت ور پېژنو، درېيمه اونۍ د موټر د تخنيک په اړه درس ورکوو او په همداسې ډول وروستي پړاو کې د ډرېورۍ عملي زده کړې تر لاسه کوي)).

مېرمن ليلما زياتوي، چې د ډرېورۍ د زده کړې ډېری علاقه مندانې د ټولنې هغه مېرمنې او نجونې دي، چې لوستي وي؛ خو په وينا يې په کم شمېر هغه ښځې هم ورته مراجعه کوي، چې سواد نلري؛ خو بيا هم غواړي چې ډرېوري زده کړي.

دغه مېرمن دا هم وايي، چې افغانستان کې په غير مسلکي ډول د موټر چلولو له امله هر کال زيات شمېر خلک د ترافيکي حادثو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه زياتوي، چې حکومت بايد د افغانستان د ترافيکي ستيستم د مسلکي کېدو لپاره جدي اقدامات وکړي.

مارينا محمدي هغه مېرمن ده، چې مزار شريف ښار کې يې د مېرمنو لخوا د موټر چلولو زده کړې ځانګړي مرکز کې روزنه ليدلي او اوس مسلکي ډرېوره ده.

هغې په داسې حال چې خپل موټر ته ناسته وه، پژواک خبري اژانس سره خبرو کې يې وويل، چې د موټر چلولو شوق له ماشومتوبه ورسره وو.

د نوموړې په خبره د موټر چلولو د زده کړې برخه کې يې ورته تر ټولو لويه اسانتيا دا وه، چې د ښځينه استادانو لخوا يې نظري او عملي زده کړې تر لاسه کړي دي.

مېرمن مارينا وويل: (( اوس زه کولای شم، چې د اړتيا پر مهال خپله ستونزه په خپله حل کړم، د موټر چلولو زده کړه يو جدي ضرورت او لومړيتوب دی، چې د نارينه وو تر څنګ يې مېرمنې هم بايد زده کړي)).

دغه مېرمن له نورو نجونو او ښځو هم غواړي، چې که وخت لري؛ نو د موټر چلولو هنر دې زده کړي؛ څو په دې ډول وکولای شي؛ خپلې ستونزې په خپله حل کړي.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو يو شمېر فعالانې بيا په ټولنه کې د مېرمنو د پراخې ونډې اخيستنې هر ګام مهم او ګټور بولي.

بلخ ولايت کې د ښځو د حقونو يوې فعالې ډاکټر طاهر عالمي پژواک ته وويل، چې مزار شريف کې له موټر چلونې سره د مېرمنو د علاقې زياتېدل دا په ډاګه کوي، چې په ټولنه او خلکو کې پراخ فکري بدلون راغلی دی.

نوموړې زياتوي، چې ډرېوري يواځې د نارينه وو لپاره نه ده، بلکې مېرمنې او نجونې هم کولای شي، چې د خپلو او خپلو کورنيو د ستونزو د حل په موخه دغه مسلک زده کړي.

هغه وايي چې لا هم په لارو کې ازار او اذيت د ښځو لپاره جدي ستونزه او زياته يې کړه، چې له دغې پديدې سره د مبارزې لپاره بايد جدي ګامونه پورته کړای شي.

د عالمي په وينا، د موټر چلولو زده کړه د مېرمنو لپاره يواځې کوم شوق او هوس نه دی، بلکې په وينا يې چې دا د اوسني عصر تر ټولو اړين لومړيتوب او ضرورت دی.

نوموړې له حکومتي ادارو او د ښځو له حقونو څخه د دفاع له ټولنو هم غوښتنه کوي، چې د هغو مواردو په مخنيوي کې پرېکنده ګامونه واخلي، چې له امله يې مېرمنې له خپلو مشروع او قانوني حقونو څخه بې برخې کېږي.

د مېرمن عالمي په وينا په مزار شريف کې زياتو نجونو او مېرمنو د موټر چلولو هنر په شخصي ډول او په خپلو کورنيو کې هم زده کړی دی.

د بلخ ولايت د ترافيکو مديريت هم وايي، چې په مزار شريف ښار کې د نارينه وو تر څنګ مېرمنې هم موټر چلوي.

پژواک هڅه  وکړه، چې د بلخ د ترافيکو له مديريته هغه شمېرې ترلاسه کړو چې په تېر يوه کال کې له دې ادارې څخه څومره مېرمنو د موټر چلولو جوازونه ترلاسه کړي؛ خو له دوو اوونيو هڅو او انتظار وروسته هم په دې اړه مسوولينو معلومات شريک نه کړل.

علامت: 

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement