خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې ده

په کندهار کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې ده

Feb 17, 2019 - 14:41

کندهار (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۷): په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ/ پولیو تازه پېښه ثبت شوې او دا په روان زېږدیز کال کې د هېواد په کچه د پولیو دویمه پېښه ده چې په دغه ولایت کې ثبتېږي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسوول ډاکتر عبدالشکور نصرت د سلواغې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پوليو تازه پېښه د دغه ولایت په غورک ولسوالۍ کې ثبت شوې چې وسله والو طالبانو په کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د واکسین د طبیق مخنیوی کړی و.

هغه زیاته کړه، فلج شوی ماشوم نوراحمد نومېږي او پنځه کاله عمر لري.

نوموړي دا په روان ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د هېواد په کچه د پولیو دویمه پېښه وبلله چې په کندهار کې رامنځته کېږي.

د همدغه کال د پولیو لومړۍ پېښه درې اوونۍ وړاندې د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې ثبت شوې وه چې پر دغې ناروغۍ اخته ماشومه اسیه نومېده او ۲۲ میاشتې عمر یې درلود.

نصرت خبر ورکړ چې له راتلونکې دوشنبې به د غورک په ګډون د کندهار په ټولو سیمو کې د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین هم پیل شي.

نوموړي په ټولیزه توګه نا امني، په سمه توګه د واکسین پروګرام نه پلي کېدا او د خلکو نه پوهاوی هغه درې عمده لاملونه دي چې دغه ناروغي یې ډېره کړې ده.

دی وايي، په دې سیمه کې د پولیو د پېښو زیاتېدو تر ټولو عمده لامل نا امني ده چې تر ماشومانو یې د واکسیناتورانو رسېدل سخت کړي دي.

ده وویل، په ځينو سیمو کې د وسله والو له خوا پر واکسین بندیز لامل شوی چې په سوېل کې د ماشومانو د ګوزڼ په پېښو کې ډېروالی راشي او له ۱۰۰ زره څخه ډېر ماشومان د پولیو له واکسین څخه بې برخې شي.

د حکومتي ادارو د معلوماتو له مخې د کندهار نفوس شاوخوا ۳ میلیونه اټکل شوی چې شاوخوا ۶۰۰ زره یې هغه ماشومان جوړوي چې عمرونه یې له ۵ کلونو څخه کم دي.

نصرت ځينې نورې ستونرې هم دغلته د پولیو د پېښو د ډېرېدو د لاملونو په توګه یادوي.

دی وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ پراخ تګ راتګ هم یو لامل دی چې د پولیو ویروس له یوه ځایه بل ته ولېږدي.

د ده په خبره، هره ورځ د سپين بولدک ولسوالۍ له لارې شاوخوا ۱۵ زره کسان د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته تګ راتګ کوي چې پولیو ته یې زمینه برابره کړي، خو دوی یې د مخینوي لپاره ټیمونه ګومارلي چې هر ماشوم واکسین کړي.

دغه راز هغه یادونه کوي چې لا هم په ټولنه کې د خلکو تر منځ ناسم باورونه، غلطې مفکورې او اوازې د دې لامل شوي چې ډېرې کورنۍ خپلو ماشومانو ته واکسین ور نه کړي.

خو د عامې روغتیا وزارت وايي، د پولیو ضد واکسین په بشپړه توګه خوندي دی او هیڅ ډول جانبي عوارض نه لري.

دوی زیاتوي، د پولیو واکسین د اسلامي نړۍ د ديني عالمانو له خوا تائید شوی، د هغوی له خوا په دې اړه فتواګانې صادرې شوي او ماشومانو ته د دغه واکسین ورکول د والدینو شرعي مکلفیت دی.

په تېر زېږدیز کال کې د هېواد په کچه د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې وې چې ۶ یې په ختیځ زون او ۱۵ یې په سوېلي زون کې وې.

دغو پېښو ته په کتو کندهار د هېواد او نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره د ګوزڼ یا پولیو تر ټولو خطرناکه سیمه ګڼل کېږي.

په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د پولیو تر ټولو ډېرې پېښې په همدې ولایت کې ثبت شوي وې او دغلته مېشت ماشومان هره شېبه د دغې خطرناکې ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي.

د هېواد په کچه د ۲۱ مثبتو پېښو له جملې ۹ پېښې په کندهار کې ثبت شوي وې چې ۳ په شاولیکوټ، ۱ په خاکرېز، ۱ په میوند، ۱ په ارغنداب، ۱ په سپین بولدک ولسوالیو او ۲ په کندهار ښار کې وې.

دغه راز د پولیو ۳ نورې پېښې په هلمند، ۲ پېښې په اروزګان، ۳ پېښې په کونړ، ۲ پېښې په ننګرهار او ۱ پېښه په نورستان ولایتونو کې ثبت شوي وې.

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement