خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ګوشته کې د پروژو د پلي کېدو په موخه ٣٢ ميليونه افغانۍ مرسته کيږي

ګوشته کې د پروژو د پلي کېدو په موخه ٣٢ ميليونه افغانۍ مرسته کيږي

Mar 19, 2019 - 19:24

جلال اباد (پژواک، ۲۸ کب ۹۷): د افغانستان لپاره د سويډن موسسه د ننګرهار ولايت په ګوشته ولسوالى کې د سيمه ييزو شوراګانو له لارې په بېلابېلو برخو کې ٣٢ ميليونه افغانۍ مرسته کوي.

د دغې مرستې تړون نن د يادې موسسې او ګوشتې ولسوالۍ د پرمختيايي شورا تر منځ لاسليک شو.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل چې په يادو پيسو پلې کېدونکې پروژې به د دغې ولسوالۍ د ۲۴ شوراګانو له لوري په ګوته کېږي.

دغه راز هغه زیاته کړه چې د تړون له مخې به د کلیوالي معیشت په برخه کې د یادو شوراګانو تر چتر لاندې د وړو کارونو لپاره خلکو ته پورونه ورکړل شي.

د سویډن کمېټې استازي محمد اکبر ځدراڼ وویل، یاده بودیجه یواځې د روان کال لپاره ده او د لګښت پر مهال به يې خلکو ته په بېلابېلو برخو کې روزنه او تر روزنې وروسته واړه کاروبارونه رامنځته شي.

دى وايي چې په راتلوونکي کال کې به هرې شورا ته ٧٠٠ زره افغانۍ پور ورکړل شي، ترڅو کورنۍ اقتصاد په ښه  توګه پیاوړی شي.

د ګوشتې ولسوالۍ د پراختيايي شورا مشر رحمت ربيع وايي، دا پروژه به د دې ولسوالۍ د خلکو په اقتصادي پرمختګ مثبت اغېز وکړي.

علامت: 

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement