خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني: نوی لمريز کال به د سولې او رڼو ټاکنو کال وي

ولسمشر غني: نوی لمريز کال به د سولې او رڼو ټاکنو کال وي

Mar 21, 2019 - 13:57

مزار شريف (پژواک، د وري لومړۍ نېټه  ۹۸): افغان ولسمشر محمد اشرف غني مزار شريف ښار کې د نوروز جشن او جنډې پورته کولو مراسمو کې وويل چې نوی لمريز کال به د سولې او رڼو ټاکنو کال وي.

ولسمشر نن سهار د نوروز په مراسمو کې د ګډون لپاره مزار شريف ښار ته راغلی و، چې دې سفر کې ورسره د کابينې غړي، يو شمېر وزيران، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي هم شامل وو.

غني په پيل کې ټولو هېوادوالو ته د نوي لمريز کال د پيل مبارکي وويله او هيله يې وښوده، چې دغه کال به د سولې، ټيکاو او شفافو ټاکنو کال وي.

د ده په وينا، هڅه به يې دا وي چې بلخ د منځنۍ اسيا په دروازې بدل کړي. دغه راز به په ۱۳۹۸ لمريز کال کې د مزارشريف – شانګهای تر منځ د کورېدور پرانيسته وشي.

هغه زياته کړه، په لومړي ځل به د افغانستان زياته اندازه صادرات د اوبو له لارې چين ته صادر شي.

ولسمشر په خپلو خبرو کې ټاکنې او سوله يو د بل لازم او ملزوم وبلل او زياته يې کړه، چې دی به د رښتينې سولې راتلو لپاره خبلو هڅو ته دوام ورکړي.

د هغه په خبره، سوله هر افغان ته له اکسيجن څخه هم مهمه ده.

دى وايي: ((موږ رښتينې سوله غواړو چې هوساينې ته مو ورسوي، نه هغه سوله چې د وينو بوی ترې راځي)).

ولسمشر د ټاکنو خپلواک کميسيون له خوا د ټاکنو نوې نېټې له اعلانولو څخه ملاتړ وکړ، خو زياته يې کړه، چې له دې وروسته د انتخاباتو نېټې بدلول او يا يې هم ځنډول ورته د منلو وړ نه دي.

تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولسمشريزو ټاکنو نېټه د ١٣٩٨ کال د تلې ٦مه اعلان کړه.

هغه زياته کړه، چې د بادارۍ دوره تېره ده او د ملي خدمت دوره پيل شوې ده.

نوموړي له ټولو امنيتي منسوبينو او د حکومت ملکي چارواکو څخه غوښتنه وکړه، چې په ټاکنو کې دې بې طرفه و اوسي.

ولسمشر د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د عزت ساتونکي وبلل او زياته يې کړه، چې ياد ځواکونه د ملي روحيې له مخې د وطن ساتنه کوي.

دى وايي: ((نننی افغانستان پرونی افغانستان نه دی، اوس ډېر څه بدل شوي، ښځې، ځوانان، سپين ږيري او قومي مشران په ټولنه کې فعاله ونډه لري او دا هر يو خپل ځای او مقام پېژني)).

ده دا هم وويل چې ۹۸ کال د استقلال له سلمې کليزې سره برابره دى او ژمنه يې وکړه، چې په دې کال به د غازي امان الله خان ټول تاريخي ميراثونه ورغوي.

ولسمشر يو ځل بيا ټينګار وکړ چې د افغانستان اوبه د افغانانو ابرو دي او ژمنه يې وکړه، چې دغه اوبه به خوندي کوي.

ده دا هم وويل چې هڅه به يې دا وي څو په راتلونکو څلورو کلونو کې افغانستان له يوه واردوونکي هېواد څخه په صادروونکي هېواد بدل کړي.

هغه د دې خبرې په بيانولو سره چې د افغانستان د خلکو فقر ورته د منلو نه دی، وويل: (( زه نه غواړم د يوه داسې هېواد ولسمشر و اوسم، چې سل کسه په کې ميليونران وي او ۴۰ سلنه وګړي يې په لوږه ويده شی)).

ولسمشر دا هم وويل چې د منځنۍ اسيا هېوادونو سره په ګډه به د اسيا اوسني وضعيت ته مثبت بدلون ورکوي.

په دغو مراسمو کې د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر هم خبرې وکړې او په تېر کال کې يې د خپلو کړنو په تړاو مفصل معلومات وړاندې کړل.

ده وويل، هڅه به يې دا وي چې د بلخ خلکو لپاره موثر خدمات وړاندې کړي.

د خبرو په پای کې د ولسمشر غنی په امر حضرت علي (رض) ته منسوبه جنډه پورته شوه او په دې ډول نوروزي جشن او د نوي کال مراسم پيل شول.

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement