خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني: سیاسي او اقتصادي خپلواکي لازم او ملزوم دي

ولسمشر غني: سیاسي او اقتصادي خپلواکي لازم او ملزوم دي

Mar 23, 2019 - 19:35

کابل (پژواک ٣ ورى ٩٨): ولسمشر غني د دې ترڅنګ چې سیاسي او اقتصادي خپلواکي يې لازم او ملزوم وبللې، وايي، هر ځل د سولې له مطرح کېدو سره د امتیاز ترلاسه کولو لپاره جنګ شدت مومي، خو دا باید د وارخطایۍ لامل نه شي.

نوموړي دغه خبرې نن  مازدیګر په عامه او ستراتیژیکو اړیکو کې د ستر سلاکار په توګه د وحید عمر د معرفي کېدو په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې په وينا کې کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې پر دولتي اراکینو سربېره د رسنیو او مدني ټولنې یو شمېر استازو هم حضور درلود.

سرچينه کاږي، په پیل کې په فرهنګي چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار اسدالله غضنفر د وحید عمر د مقررۍ په اړه د جمهور رئیس فرمان ولوست.

جمهور رئیس غني یادو مراسمو ته د وینا پرمهال د هلمند او کندهار د نننیو پېښو قربانيانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د عاجلې شفا او د قربانیانو کورنیو ته د جمیل صبر دعا وکړه. 

هغه زیاته کړه، هر ځل د سولې له مطرح کېدو سره د امتیاز ترلاسه کولو لپاره جنګ شدت مومي، اما دا باید د وارخطایۍ لامل نه شي.

نوموړي، وحید عمر ته د نوې دندې د مبارکۍ ترڅنګ په ورسپارل شویو چارو کې  د بریا هیله وکړه او ويې ویل، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون باید د ټولو په همغږۍ او همکارۍ تطبیق او ازاد بحث ایجاد شي.

ده څرګنده کړه، سږنی کال د پرمختګ، سولې او ولسواکۍ کال دی.

هغه زیاته کړه، د افغانستان خلک او حکومت د خودکفایۍ او د اسیا په څلور لاره د افغانستان د بدلېدو واضح لیدلورى لري او د رسنیو له استازو یې وغوښتل چې خودکفایي او متوازن پرمختګ باید په اساسي بحث بدل شي.

ده وویل، په عظیمه پانګه د افغانستان د موقعیت د بدلېدو له امله دا هېواد نور په وچه کې ایسار نه دی. موږ باید د اسیا د زړه په توګه په متحرک او مرتبط زړه بدل شو.

د هغه په وينا، بهرنیو ته باید د پردیو نه، بلکې د همکار په سترګه وکتل شي، بهرنی سیاست او پالیسۍ باید عکس العملي او احساساتي نه، بلکې په هدفمندۍ او همکارۍ استوار وي.

غني سیاسي او اقتصادي خپلواکي  لازم او ملزوم وبللې او زیاته یې کړه، بهرنۍ مرستې د هوساینې لامل نه کېږي.

هغه زیاته کړه، د اته نیم میلیارد ډالرو پانګونګې پروګرام تر لاس لاندې دی او په دې اړه د پیسو نړیوال صندوق سره مذاکرات جریان لري.

ده په ټینګار سره وویل، په دوه کالو کې باید عادي پروژې له ملي بودجې تمویل کړو.

هغه زیاته کړه، د ملي خپلواکۍ د سلیزې او د دري ادبیاتو د زریزې د نمانځنې پرمهال باید فرهنګي ارزښتونو ته له خپلواکۍ او انکشاف سره ارتباط ورکړل شي.

ولسمشر وویل، د سولې مشورتي لویه جرګه کې به د افغانستان د کلیو، ولسوالیو، ښاروالیو، ولایتونو او بېلابېلو اقشارو استازي د سولې په اړه خپل وړاندیزونه او مشورې شریک کړي او ولس د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکی دی.

غني وویل، د افغانستان او اسلامي هېوادونو د علماوو د فتوا په اساس روان جنګ مذهبي استناد نه لري، نو د پای ته رسېدو لپاره یې باید سیاسي حل لاره ولټول شي.

هغه زیاته کړه، ملي وحدت زموږ ټولو قوت او بریا ده او بحثونه باید د اساسي قانون په چوکاټ کې رغوونکي وي.

په عامه او ستراتیژیکو اړیکو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار وحیدعمر د جمهور رئیس له اعتماد څخه په مننې څرګندولو وویل، د ورسپارل شوې دندې او مسوولیتونو په ترسره کولو کې به خپل هڅې ونه سپموي.

نوموړي جمهوررئیس ته په خطاب کې وویل، ستاسو په لارښوونه به د نظام د پیاوړتیا، خودکفایي او توانایي لپاره کار وکړم، ځکه زموږ پایښت د نظام بقا او قوت پورې تړلی دی. 

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement