خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​بغلان کې د ځینو سیمو ښځې لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري

​بغلان کې د ځینو سیمو ښځې لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري

Apr 04, 2019 - 17:04

پلخمری (پژواک، ۱۵ وری ۹۸): په بغلان کې د ښځو ډاکټرانو او په لرو پرتو ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو نشتوالی هغه څه دي چې ښځې يې له لومړنيو روغتيايي خدمتونو بې برخې کړې دي.

بغلان کې د ښځو د حقونو ملاتړې ادارې، ښځې فعالانې او د دغه ولایت د لرو پرتو سیمو اوسېدونکې وايي چې زرګونه داسې ښځې اوس هم شته چې لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

دوی پر روغتیايي سکتور نیوکه لري چې په لرو پرتو سیمو کې یې مېرمنو ته د روغتیایي اسانتیاوو برابرولو په برخه کې عامه پوهاوى نه دى ترلاسه کړى.

په دې اړه په بغلان کې د بشري حقونو کمېسیون غړې راضیې نوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې یې د ښځو د روغتیا په برخه کې لومړۍ اندېښنه په لرو ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو نشتوالی دی.

نوموړې وویل: ((د بغلان ولایت په لرو پرتو ولسوالیو کې صحي مرکزونه د نشت په حساب دي چې له امله یې زرګونه مېرمنې د ولادت او نورو ناروغیو په درملنه کې له ستونزوسره مخ دي.))

دا وايي چې د همدغو روغتيايي مرکزنو د نه شتون له امله په بغلان کې ۴۵ سلنه مېرمنې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغې دا هم وويل: ((په بغلان کې سلګونه مېرمنې پر نشه روږدې دي خو په دغه ولایت کې یې د علاج لپاره ځانګړی روغتون نشته چې له امله یې هر کال د ښځو معتادینو شمېر هم لوړېږي.))

دغه راز د بغلان د لرې پرتې خوست ولسوالۍ اوسېدونکې زحل سیفي وايي چې په ټول بغلان کې د ولادي او نسايي برخې دوه متخصصې ډاکټرانې دي چې هغه هم په مرکز پلخمري کې فعالیت کوي.

دې زياته کړه: ((دلته په خوست کې هېڅ ښځينه ډاکتره نشته دى، دا يو لوى مشکل دى، د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره.))

نوموړې وايي چې په دې ولسوالۍ کې ډېرى وخت مېرمنې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

همدارنګه د نهرین ولسوالۍ اوسېدونکې نادره وايي چې د دغه ولايت د ښځو پر حالت زړه سوی په کار دی.

هغې وويل: ((د پلخمري ملکي روغتون ولادي څانګه په یوه کوچنۍ خونه کې په یو مهال څلور مېرمنې ته ولادت ورکوي چې له صحي پلوه ډېر خطرناکه دى.))

نادره زیاتوي چې درې میاشتې وړاندې یې نږدې خپلوانې په روغتون کې د قابله ګانو د بې پروايۍ له امله ساه ورکړه.

هغې د بغلان پر روغتیايي سکتور نیوکه وکړه چې له نورو ستونزو سره سره یې په ولایتي روغتون کې تر اوسه د وینې بانک خونه نه لري چې د ولادت پر مهال مېرمنو ته پاکه وینه ورکړي.

په ورته وخت کې د بغلان ولایتي روغتون قابله عزیزه محمدي هم په دغه روغتون کې یو لړ ستونزې مني خو وايي چې ښځینه ډاکټرانې تر خپل وسه هڅه کوي چې پر وخت د ناروغانو درملنه وکړي.

هغې وويل: ((روغتون ته د بستر خونو په تناسب څو برابره ناروغان مراجعه کوي چې ټولو ته یې پر یو وخت رسېدنه نه شي کېدلی، په تېره بیا د ولادت خونه چې مراجعین یې د مرکز په ګډون له یو شمېر ولسوالیو څخه هم ولایتي روغتون ته راوړل کېږي.))

عزيزي دا مني چې د ولادت په یوه خونه کې په یو مهال تر شپږو مېرمنو بستر وي چې رښتیا هم د روغتیا له پلوه سم کار نه دی خو دوي له مجبوريته دغه کار کوي.

قابله عزیزه وايي، تر هغه چې روغتون ته اساسي ودانۍ نه وي رغول شوې، د شته ستونزو دوام به د مراجعینو ستونزې او شکایتونه لا زیات کړي.

د يادو څرګندونو په اړه د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال رييس عبدالحليم غفاري پژواک ته وويل چې د دغه ولایت په بېلابېلو سيمو کې ٨٨ روغتيايي مرکزونه شته دي.

هغه وايي: ((په ځينو مرکزونو کې موږ د ولادت خونې لرو خو په ځينو کې يې ځکه نه لرو چې د ولادت خونې متخصصې ډاکټرانې او پرمختللو وسايلو ته اړتيا لري.))

ده زياته کړه چې په پلخمري کې د يوه نوي روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې چې په بشپړېدو سره به يې د خلکو شکايتونه تر ډېره را کم شي.

د يادونې ده، د بغلان تر څنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ښځې له ورته ستونزو سره مخ دي.

علامت: 

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement