خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غزني کې د شلو ځوانانو ډله يیز واده ترسره شو

غزني کې د شلو ځوانانو ډله يیز واده ترسره شو

Jul 11, 2019 - 20:14

غزني ښار (پژواک ٢٠ چنګاښ ٩٨): په غزني کې د سوداګرۍ خونې او ملي سوداګرو په مرسته د شلو هغو ځوانانو ډله يیز ودونه ترسره شول چې د واده لپاره یې پیسې نه درلودې.

په غزني کې د سوداګرۍ خونې مشر عبدالمتین قلندري، پژواک خبري اژانس ته وويل، له دې کار څخه یې موخه په ودونو کې له بې ځایه لګښتونو څخه د مخنيوي او بېوزلو کورنیو سره مرسته وه.

ده زياته کړه، د دې خونې او څو تنو ملي سوداګرو په مرسته یې وکولی شول د شلو هغو کورنیو ودونه یو ځاى ترسره کړي چې د واده لپاره یې لګښت نه درلود او له کلونو راهیسې یې ودونه ځنډېدلي وو.

د هغه په وينا، د دې کورنیو سروې د صدیقي خیریه بنسټ له لوري شوې او ټولې هغه کورنۍ په کې نیول شوې وې چې بېوزله وې.

دى وايي: ((زه له سوداګرو څخه غواړم چې نورې مرستې هم وکړي او راتلونکي کې هم ورته پروګرام جوړ کړو.))

په غزني کې ملي سوداګر عبدالله وایي، د دې ودونو لپاره یې ډېر ساده پروګرام نیولی وو، تر ۳۰۰ پورې کسان یې راغوښتي وو چې زیاتره یې د یتیم خانو او مدرسو زده کوونکي وو او د ډوډۍ لپاره يې يواځې وريځې تيارې کړې وې.

د ده په خبره، ټول لګښت سوداګرو ورکړ او له صديقي بنسټ څخه مننه کوي چې دوى ته يې يادې کورنۍ ورمعرفي کړې وې.

د صديقي خيريه بنسټ مشر مولوي نورالله عزام وایي، بېځایه دودونو خلک دې ته اړ کړي چې په ودونو کې تر نورو زیات لګښت وکړي.

دى زياتوي، زیاتره بېوزله کورنۍ دې ته نه حاضرېدې چې له دې لارې ودونه وکړي ځکه چې دوى مجبور دي د خلکو د پیغورونو په خاطر خپل کورونه وپلوري او ودونه په تالارونو کې وکړي.

هغه وويل، په واده کې زيات لګښت کول اسلام کې هم ناروا دى، د ډېر لګښت بنسټ سوداګرو ايښي او په خپلو ودونو کې زيات مصرف کوي، نو نور خلک هم غواړي چې همدغه ډول لګښت وکړي.

د يادو شويو ځوانانو له ډلې رحمت الله وايي، نږدې څلورنيم کاله کېږي چې کوژده يې کړې وه، خو د واده کولو توان يې نه درلود. له سوداګرو مننه کوي چې دوى ته يې د واده کولو بندوبست وکړ.

دى زياتوي: ((که دلته مې واده نه واى شوى، شايد ما بېخي واده نه واى کړى، زه نور کسان هم پېژنم چې د واده کولو توان نه لري، نو له نورو سوداګرو غواړم چې له هغوى سره هم د واده کولو مرسته وکړي.))

سوداګرو ونه غوښتل چې د دې ودونو ټول لګښت په ډاګه کړي، خو واده ته راغلو دیني عالمانو په سوداګرو غږ وکړ چې له هر کال حج او عمرې کولو څخه دې تېر شې او خپلې پیسې دې په داسې ځایونو کې ولګوي.

تېر کال هم غزني کې د سوداګرو له لوري د ۱۵ جوړو ودونه ترسره شول.

علامت: 

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement