خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خلک : ولسمشر د ښرنې- انګور اډې لارې د ترانزیټ کولو ژمنه کې پاتې راغلى

خلک : ولسمشر د ښرنې- انګور اډې لارې د ترانزیټ کولو ژمنه کې پاتې راغلى

Jul 16, 2019 - 14:44

ښرنه(پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٨):د پکتیکا ولایت اوسېدونکي پر ولسمشر غني نيوکه کوي چې د څو کلونو په تېرېدو سره يې تر اوسه د ښرنې- انګور اډې تر منځ د غځېدلې لويې لارې د ترانزیټ کولو ژمنه نه ده پوره کړې.

د اړوندې موضوع په اړه په مرکز ښرنه کې مدني فعال اکبر راحيل د چنګاښ په ٢٥مه پژواک ته وویل چې د تېرو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ولسمشر محمد اشرف غني پکتیکا ته د راتګ پر مهال د دغه ولایت له خلکو سره د ښرنې-انګور اډې لويې لارې د ترانزیټ کولو ژمنه کړې وه خو تر اوسه يې نه ده عملي کړې.

نوموړی زیاتوي، دغه سړک چې اوس یې په پاخه او اساسي ډول د جوړېدو چارې نږدې نوي سلنه ترسره شوي او ډېره يوه مهمه او حياتي پروژه ده په خواشينې سره چې له چارو يې سمه څارنه نه کيږي.

ده وويل: ((زموږ د اته ولسواليو خلک پر دې لار تګ راتګ کوي، دا بايد ډېر سم او په معيار برابر جوړ شي که چېرې دغه سړک ترانزيټي شي نو د ټول هېواد سوداګرو لپاره به يو ښه زيرى وي.))

په ورته مهال پکتیکا کې د سواد مدني ټولنې مشر محمدالله همت یار پژواک ته وویل،ددغه سړک چې لومړۍ برخه یې له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوې، د شاتورو په نوم سیمه کې یې یو پول د نامعلومو وسله والو له لوري په ماین الوځول شوی دی.

همت یار زیاتوي، په پاخه او اساسي ډول د دغه سړک جوړېدل به ولس ته په اقتصادي، روغتیايي او نورو برخو کې ډېره ګټه ورسوي، خو په کار ده چې خپله د سړک ساتنې لپاره دولت لاس په کار شي او د امنیت غم یې وخوړل شي.

دغه راز د پکتیکا د ولایتي شورا غړي عزیز عزیز په دې اړه له پژواک سره په خبرو کې وویل چې د یاد سړک د جوړېدو له چارو یې وخت په وخت څارنه کړې، خو د کیفیت له مخې د قرارداد مطابق نه دی جوړ شوی او ګڼې ستونزې لري.

عزیز زیاته کره چې په دې اړه یې راپور له ولایتي ادارې او وزارت سره شریک کړى او هیله لري چې ستونزې يې هوارې کړي.

د هغه په خبره: ((د دغه سړک د خرابېدو یو لوی لامل دا هم دی چې د ډېر وزن لروونکي موټر پرې تېريږي او څوک يې مخه نه نيسي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له ولسمشر نه د دغه سړک د ترانزيټ کېدو غوښتنه وکړه.

بل لورته د يادو څرګندونو په اړه د پکتیکا ولایت د سړکونو د ساتنې او څارنې رییس مدیر احمدزي پژواک ته وويل چې د ښرنې- انګور اډې سړک د جوړولو له چارو د څارنې په موخه له یو شرکت سره قرارداد شوی او وخت په وخت یې له کیفیت څخه څارنه کوي.

هغه هم مني چې د دغه سړک د لومړۍ برخې کارونه په ښه ډول نه دي تر سره شوي خو زیاتوي چې قراردادي ورسره ژمنه کړې چې د لومړۍ برخې تخریب شوي ځایونه به له سره جوړوي.

ده وویل:((د ډېر وزن لرونکو موټرو په اړه موږ خپل وړاندیزونه له مرکزي ادارې سره شریک کړي  او هغوی موږ ته د تلې فعالولو وعده راکړې، نو انشاالله د دغې ستونزې مخنیوی کېږي.))

نوموړي د سړک د ترانزيټ په برخه کې وويل چې د چارو تر بشپړېدو وروسته به يې حکومتي مشران په دې برخه کې هم پرېکړه وکړي.

د پکتیکا ولایت امنیتي چارواکي هم د یاد سړک د امنیت ساتلو ژمنه کوي.

د پکتيکا د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین پژواک ته وويل، هغه پولیس چې څو ورځې وړاندې یې د وظیفوي غفلت له امله یو پول د وسله والو له لوري پر ماین والوځول شو، هم عدلي او قضاییه ادارو ته ورپېژندل شوي او قانوني چلند به ورسره وشي.

د یادونې ده چې د ښرنې- انګور اډې تر منځ غځېدلی سړک ۵۰ کیلو متره اوږدوالی لري، لومړۍ برخه یې له سرروضې تر  اورګون ولسوالۍ پورې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی او د دویمې برخې چارې يې نوي سلنه ترسره شوې دي.

دغه سړک د اسیا پرمختیايي بانګ په ۵۲ میلیونه امریکايي ډالره مالي لګښت جوړېږي او دا په تېرو څو کلونو کې یواځنۍ ستره پروژه ده چې پکتیکا ولايت کې پلې کېږي.

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement