خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د المپيک ملي کمېټه د پکتيا ۳۶ فدراسيونونو ته د کال يوازې ۲۶ زره افغانۍ ورکوي"

"د المپيک ملي کمېټه د پکتيا ۳۶ فدراسيونونو ته د کال يوازې ۲۶ زره افغانۍ ورکوي"

Aug 20, 2019 - 17:16

ګردېز (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٨): په پکتيا کې ځیني ورزشکاران وايي چې په بېلابېلو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو اړوندې ادارې ورته اړينه پاملرنه نه کوي.

دوی وايي چې ياد ولايت په بېلابېلو برخو کې ګڼ ورزشکاران لري، خو د اسانتياوو د نه شتون له امله نه دي ځليدلي.

د دغو کسانو له ډلې د بدن ښکلا فدارسيون د زون دفتر مشر شريف منګل د زمري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو اتلس کلونو راهيسې په پکتيا کې د ورزش په برخه کې هېڅ د پام وړ لوی کار نه دی  شوی.

منګل وويل چې په دې وروستيو کې د ولايتي ادارې له خوا د ورزشي جمنازيم د بنسټ ډبره کېښودل شوه او دوی ته د ځينو نورو کارونو کېدو ژمنه ورکړل شوې خو يو هم نه دی عملی شوی.

نوموړي زياته کړه: ((ورزشکارانو ته هېڅ کار نه دی شوی او ژمنې هم ټولې دروغ دي، ان که د کومې پروژې د بنسټ ډبره هم کېښودل شوې، هغه هم د خلکو غولولو په خاطر ده او کار يې نشته.))

دغه راز د کېک جوجتسو برخې ورزشکار استاد نور وهاب ثابت هم ورزش ته د اړوندو ادارو پر نه پاملرنه نيوکه کوي او وايي، په پکتيا کې ورزشکارانو پر خپل شخصي لګښت ورزشي امکانات برابر کړي دي.

ثابت پژواک ته وويل: ((ورزش ته هغه څوک کار کوي چې خپله ورزش کوي، تجارانو يا دولتي ادارو توجه نه ده کړې. له دولتي مربوطه ادارو مو هېڅ شی هم نه دي ليدلي، تشويق او امتياز نشته، يوازې په ملي ورځو کې ورزشکاران ور وغواړي او موږ دې ورځو ته په احترام هر وخت حاضر شوي يو.))

د فوټبال فدراسيون مشر شمس الرحمن هميم وايي چې په ګردېز کې د فوټبال هېڅ معياري لوبغالی نه لري او نه هم د فوټبال په ملي ليګونو کې لازمه ونډه ورکول کېږي.

هميم وويل: ((ميدانونه موږ په خپلو شخصي امکاناتو جوړ کړي، موږ فوټبالران له خپل جېبه ۵۰۰ او زر افغانۍ ټولوو، خو هغه هم دولتي ځمکې نه دي او شخصي ځمکې دي چې د وخت په تېرېدو هغه ځمکې بېرته راڅخه اخيستل کېږي.))

يو شمېر نورو لوبغاړو هم ورته څرګندونې وکړې او د ستونزو د حل کېدو غوښتنه يې وکړه.

د يادو څرګندونو په اړه د پکتيا د اولمپیک رياست سرپرست ګل کريم سحر پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې له کرکټ پرته د بېلابېلو لوبو کابو پنځوس زره ورزشکاران له دوى سره ثبت دي چې ځينو يې په نړيوالو لوبو کې د سرو زرو، سپينو زرو او برنزو مډالونه هم ګټلي دي.

سحر وويل چې د اولمپيک مرکزي اداره هر کال د پکتيا ۳۶ فدراسيونونو لرونکي ولايت ټولو ورزشي برخو ته يواځې ۲۶زره افغانۍ ورکوي چې په خبره يې د ورزشکارانو هېڅ درد نه دوا کوي.

نوموړی وايي، پکتيا کې ورزش په ډېرو ستونزو وده کړې او لا هم یوازې د ورزشکارانو په هڅو روان دی.

ګل کريم سحر وايي چې د ورزشکارانو د ستونزو د حل لپاره بايد مالي اسانتياوې او امتيازات زيات شي او د هرې لوبې لپاره دې لږ تر لږه يو، يو لوبغالی جوړ شي.

ده زياته کړه: ((يوازېنۍ هيله مو دا ده چې په پکتيا کې د ورزشي کمپلېکس مکمل نقشه او ډيزاين وشي او کار يې روان شي؛ د پلان له مخې به په دې ۲۵۰ جريبه کمپلېکس کې په افغانستان کې د ټولو شته لوبو لپاره ميدانونه جوړ شي.))

بل لورته د المپيک ملي کمېټې د مطبوعاتو سرپرست فواد فروتن هم مني چې پکتيا ته د کال يوازې ٢٦ زره افغانۍ بوديجه ورکول کيږي او د دې کار لامل د يادې ادارې کمه عمومي بوديجه يادوي.

فروتن پژواک ته وويل چې له هر فدراسيون سره يو څه مرسته شوې او که هر فدراسيون په مرکز کې له خپل اړوند دفتر سره خپلې ستونزې او غوښتنې شريکې کړي، بيا به هم ور سره تر وسه همکاري وشي.

ده زياته کړه:((موږ د ملي ټيم غړو ورزشکارانو ته عصريه لرو، په ربعوار ډول في ورزشکار ته زر افغانۍ ورکول کيږي. د هر ولايت پلان او بوديجه د هغه ولايت لخوا ورکول کيدونکي ګزارش او اړتياوو ته په کتو ترتيبيږي. که هر فدراسيون خپلې غوښتنې ووايي، موږ بيا هم تر وسه ور سره همکاري کوو.))

دا په داسې حال کې ده چې د پکتيا والي شميم خان کټوازي ژمنه کړې وه چې تر راتلونکو دوو کلونو به په دغه ولايت کې ورزشکارانو ته څلور معياري ورزشي جمنازيمونه جوړ کړي، خو له هغه وخته د شاوخوا پنځلس مياشتو په تېرېدو لا هم د يوه جمنازيم عملي کار نه دی پيل شوی.

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement