خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د عوایدو ځنډ د کندهار ښاروالۍ خدماتي او پرمختیايي چارې ټکنۍ کړې دي

د عوایدو ځنډ د کندهار ښاروالۍ خدماتي او پرمختیايي چارې ټکنۍ کړې دي

Aug 25, 2019 - 15:53

کندهار (پژواک، ۳ وږی ۹۸): د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې د کندهار ښاروالۍ خدماتي او پرمختیايي چارې ټکنۍ شوې چې له امله یې له ستونزو سره مخ دي.

د کندهار ښاروالۍ چارواکي وايي، دغه ستونزه د عوایدو د ځنډ له امله ده چې اوس یې حل کړې ده.

د کندهار ښار د علامه حبیبي واټ اوسېدونکي عبدالقدوس پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې د کندهار ښاروالۍ خدماتي او پرمختیايي چارې له خنډ او ځنډ سره مخ دي چې خلک یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

هغه د بېلګې په توګه د کندهار ښار په زړه کې علامه حبیبي واټ یاد کړ چې د جوړولو قرارداد یې یو نیم کال مخکې شوی خو لا بشپړ جوړ شوی نه دی او کار یې نیمګړی پاتې دی.

ده زیاته کړه، دغه واټ چې مخکې یې ۱۸ متره عرض درلود، د ښاروالۍ له خوا د ملکیتونو تر استملاک وروسته د ۴۰ متره په اندازه پراخ شو چې اوس یې د جوړولو چارې درېدلي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ده په وینا، ښاروالۍ ژمنه کړې وه چې دغه واټ به د ۱۰ میاشتو په موده کې جوړوي خو دا دی یو نیم کال کېږي چې نیمايي کار یې لا پاتې دی.

دغه راز د کندهار ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکی عزت الله وايي، د احمدشاهي جادې د رغولو چارې میاشتې مخکې تر سره شوي خو ځینې چارې یې لا پاتې دي.

دی وايي، په ټوله کې په دې وروستیو کې د کندهار ښاروالۍ خدماتي او پرمختیايي چارې درېدلي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

د ده په خبره، کندهار ښاروالۍ دې خپل کارونه او چارې ګړندي کړي.

په ورته توګه د کندهار ښار د نورو سیمو خلک هم شکایت کوي چې ښاروالۍ د بای پاس، میر بازار، میرویس مېنې او حاجي عزیز سیمو د سړکونو جوړولو ژمنه کړې وه خو اوس ځنډېدلي دي.

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات د خلکو شکایتونه پر ځای بولي خو وايي، د کندهار ښاروالۍ پرمختیايي او خدماتي چارې د عوایدو د ځنډ له امله ټکنۍ شوي چې اوس یې دغه ستونزه حل کړي دي.

حیات پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې د ښار د دخولي دروازو عواید مخامخ د ښاروالۍ اکاونټ ته راتلل خو اوس دغه عواید مالیې وزارت ته ځي چې دوی ته په هره ربع کې له دغو عوایدو ۴۱ میلیونه افغانۍ ورکول کېږي.

دی زیاتوي، ستونزه له مالیې وزارت څخه کندهار ښاروالۍ ته د دغو عوایدو په لېږد کې ده چې ځنډېدلې ده.

د ده په خبره، کندهار ښاروالۍ تېرې درې ربعې دغه عواید نه دي ترلاسه کړي چې ټولې ۱۲۳ میلیونه افغانۍ کېږي.

حيات وویل، له همدې امله د کندهار ښاروالۍ پرمختیايي او خدماتي چارې ټکنۍ شوي او دغه اداره ۱۵۰ میلیونه افغانۍ قرضدارې ده.

خو ده یادونه وکړه چې د دغې ستونزې د حل لپاره لاس په کار شوی او څو ورځې مخکې یې په دې تړاو په کابل کې د ښاروالیو چارو له معین عبدالباقي پوپل سره لیدلي او خبرې کړي دي.

هغه زیاته کړه، مالیې وزارت ژمنه کړې چې دعه عواید به کندهار ښاروالۍ ته لېږدوي چې د دوی ډېرې ستونزې به ورسره هوارې شي.

د علامه حبیبي واټ په اړه د خلکو د شکاتونو په ځواب کې ښاروال وویل چې د دغه واټ د جوړولو قرارداد کال دمخه شوی و خو د بودیجې د کمښت له امله پیسې نه دي ورکړل شوي.

دی وايي، د دغه واټ د جوړولو چارې ۸۰ سلنه تر سره شوي او پاتې کارونه به یې هم ژر بشپړ شي.

د کندهار ښار د بای پاس، میر بازار، میرویس مېنې او حاجي عزیز سیمو د سړکونو جوړولو اړه هغه وویل، د دغو سړکونو د جوړولو چارې د نړیوال بانک له خوا تر سره کېږي چې د سروې ګانو کارونه یې خلاص شوي دي.

دی وايي، د کارونو د ځنډ موضوع یې له دغه بانک سره شریکه کړې او هغوی ژمنه کړې چې د دغو سړکونو د جوړولو چارې به تر راتلونکو دوو میاشتو پيل شي.

نوموړی چې ایله څو میاشتې مخکې د کندهار ښاروال په توګه ګومارل شوی، وايي د ګڼو پرمختیايي پروژو کارونه د ده تر راتګ وړاندې پلان شوي چې اوس په کې بدلون نه شي راتلای.

خو ده یادونه وکړه چې هڅه کوي لومړی په اداري چارو کې اصلاحات راولي او ورسته پرمختیايي چارې هم ګړندۍ کړي.

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement