طالبان: راتلونکې جمعه جوړېدونکې لویه جرګه د ملت استازولي نه شي کولای

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۹۹): طالبان وایي، له سراسري سولې او سیاسي توافق مخکې د مشورتي لویې جرګې راغوښتل، د ملت استازولي نه شي کولای او قانوني حیثیت هم نه لري.

د افغانستان دولت وایي، تراوسه یې پر ۳۱۷ نورو بندیانو سربېره، د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې له مخې له هغو پنځو زرو بندیانو ۴۶۰۰ تنه خوشي کړي چې طالبانو یې د خوشي کېدو غوښتنه کړې، خو د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو په اړه له مشورتي لویې جرګې سره سلا کوي؛ ځکه چې ځینې یې په اعدام محکوم شوي او ځیني د قتل او انسان تښتونو په څېر جرمونو تورن دي او ولسمشر یې د خوشي کولو واک نه لري. 

ټاکل شوې یاده مشورتي لویه جرګه راتلونکې جمعه (د زمري ۱۷مه) کابل کې جوړه شي.

خو طالبان- چې وایي د سولې له یادې هوکړې سره سم یې د دولت زر تنه بندیان خوشي کړي- دغه جرګه د ملت استازې جرګه نه بولي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي:«دا چې د کابل ادارې له خوا د ۴۰۰ بندیانو د سرنوشت په پلمه په اصطلاح لویه جرګه راغوښتل کیږي او ممکن له دې جرګې څخه نور هم د افغان ولس د هیلو او سولې پر خلاف استفاده وشي، نو له سرتاسري سولې او سیاسي توافق څخه مخکې د داسې جرګې راغوښتل، د ملت نمایندګي نه شي کولای او کوم قانوني حیثیت هم نه لري، ځکه چې د کابل اداره قانوني نه ده.»

د ده په وینا، هره هغه پرېکړه چې د افغانستان د خپلواکۍ، دلته د بشپړ اسلامي نظام د اقامې او د افغان ولس د هیلو پر خلاف وي؛ افغان ملت ته د منلو نه ده.

مجاهد وایي چې افغانستان سولې او بین الافغاني تفاهم ته شدیده اړتیا لري، لازمه ده چې ټول جهتونه د وخت اړتياوې درک کړي او د فرصتونو پر وړاندې له خنډ ایجادولو ډډه وکړي.

خو د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي نن کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه جرګه د ملي او نړیوال تفاهم له مخې جوړېږي او د سولې پروسه پایلې ته رسول یې موخه ده.

رحیمي وویل چې سوله بیه غواړي او د دغې بیې د پرې کولو لپاره باید ملي اجماع شتون ولري. ده وویل ۴۰۰ طالبان بندیان چې باید خوشي شي، د سولې بیه ده او په لویه جرګه کې به ولیدل شي چې ملت غواړي دغه بیه پرې کړي او که نه.ش

تبصره کنيد