خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

بخش صوتى

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د امنیتي سکتور د رهبرۍ غونډه کې د چسپکي ماينونو د مخنيوي په اړه بحث وشو

د امنیتي سکتور د رهبرۍ غونډه کې د چسپکي ماينونو د مخنيوي په اړه بحث وشو

Aug 12, 2020 - 17:56

کابل (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٩) : د ملي امنيت د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ د امنيتي سکتور د رهبرۍ په غونډه کې د چسپکي ماينونو پرمخنيوي بحث شوى دى.

د ملي امنيت شورا له خوا د زمري په ٢٢مه، پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز په دې ناسته کې د هېواد پر عمومي امنیتي وضعیت او راتلونکو اقداماتو باندې بحث وشو.

سرچينې زياته کړې، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په دې ناسته کې د امنیتي سکتور رهبري وستایله، چې د ښې همغږۍ او متداوم کار په پایله کې یې د مشورتي لويې جرګې لپاره ښه امنیتي تدابیر نیولي وو.

هغه په دومره لنډه موده کې، د دا ډول همغږۍ فعالیت د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیتونو د لوړوالي او پر ځان بساینې یو ښه مثال وګاڼه او هغوی ته یې په راتلونکې کې د ورته بریاوو هیله وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، په نننۍ ناسته کې د لارو د امنیت د ساتنې او د چسپکي ماینونو په وسيله د ترهګريزو بریدونو پر مخنیوي او کنټرول هم خبرې وشوې.

دا په داسې حال کې  ده چې د امنيتي سرچينو د راپورونو له مخې، په تېره يوه مياشت کې يواځې په کابل کې د چسپکي ماينونو ٣٧ چاودنې شوې دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په دې چاودنو کې د پوځیانو او ملکیانو په ګډون ٢٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ٩ تنه مړه شوي او ٢٠ ټپیان شوي دي.

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement