خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

بخش صوتى

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

يونيسف: د نړۍ ۸۱۸ ميلیونه ماشومان ښوونځیو کې د لاس وینځلو لومړني امکانات نه لري

يونيسف: د نړۍ ۸۱۸ ميلیونه ماشومان ښوونځیو کې د لاس وینځلو لومړني امکانات نه لري

Aug 13, 2020 - 10:29

کابل (پژواک، ۲۳ زمرى ٩٩):  د ملګرو ملتونو د یونیسف اداره وایي چې د نړۍ په کچه له هرو پنځو ښوونځیو څخه دوو ښوونځيو د کوویډ ۱۹ ناروغۍ له خپرېدو وړاندې د لاسونو وینځلو لومړنیو امکاناتو ته لاسرسی نه درلود.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) ادارې له خوا د زمري په ٢٣مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، څرنګه چې ټوله نړۍ کې ښوونځي د بیا پراينستل کېدو او درسي ټولګیو جوړولو په درشل کې دي، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف له ګډ څارنیز پروګرام څخه ترلاسه شوي تازه معلومات ښيي چې په ۲۰۱۹ کال کې د ټولې نړۍ په کچه ۴۳ سلنه ښوونځیو په اوبو او صابون د لاس وینځلو لومړینو امکاناتو ته لاسرسی نه درلود.

سرچينې زياته کړې، دا په داسې حال کې ده، چې په ځانګړې توګه د کوویډ ۱۹ناروغۍ د خپرېدو پرمهال په خوندي بڼه د ښوونځیو د فعالیت دوام لپاره بنسټيز شرط، له دغو امکاناتو څخه برخمن توب دى.

د یونیسف اجرايي رییس هنریتافور ويلي : «د کوویډ ١٩ يا کرونا ویروس له پیل راهیسې د نړۍ په کچه د ښوونځیو تړل کېدل، د ماشومانو د زده کړې او سلامتۍ لپاره یوه بې مخینې ننګونه وه. موږ باید د ماشومانو ښوونې روزنې ته لومړیتوب ورکړو. یانې ډاډ ترلاسه کړو چې ښوونځي د بیا پرانيستل کېدو لپاره خوندي دي، د څښاک پاکو اوبو، د لاس وینځلو امکاناتو او خوندي فاضلابو ته لاسرسی لري.»

د یادې ادارې له راپور سره سم، شاوخوا ۸۱۸ ميلیونه ماشومان په خپلو ښوونځیو کې د لاس وینځلو لومړنیو امکاناتو ته لاسرسی نه لري او دغه مسئله سبب کیږي چې دوی د کوویډ ۱۹ او نورو ساري ناروغیو له شدید خطر سره مخ شي.

یاد راپور پر دې ټکي ټينګار لري، هغه دولتونه چې غواړي د کوویډ ۱۹ ناروغۍ کنټرول کړي، د عامه روغتیايي تدابیرو پلي کولو ته د اړتیا او هغو ټولنیزو او اقتصادي اغېزو ترمنځ توازن رامنځته کړي چې له قرنطین کولو څخه منځ ته راځي.

د دغه راپور له مخې، د ماشومانو پر خوندیتوب، سلامتۍ او ښوونې روزنې د ښوونځیو اوږدمهاله تړل کېدو د منفي اغېزو مستند شواهد ترلاسه شوي دي.

د یاد راپور په موندنو کې راغلي، د هغو ۸۱۸ میلیونه ماشومانو له ډلې چې په خپلو ښوونځیو کې یې د لاس وینځلو لومړینو خدمتونو ته لاسرسی نه درلود، ۳۵۵ میلیون تنه یې په هغو ښوونځیو کې وو چې اوبه یې لرلې، خو صابون یې نه درلود او ۴۶۲ میلیونه یې په هغو ښوونځیو کې وو چې په کې د لاس وینځلو لپاره د اوبو په ګډون هېڅ ډول امکانات موجود نه وو.

ددغه راپور د معلوماتو له مخې، په هغو ۶۰ هېوادونو کې چې په کې د کوویډ ۱۹ خپرېدو له امله د روغتیايي او انساني ناورینونو خطر پېښېدو کچه لوړه ده، له هرو څلورو ماشومانو څخه درېیو ماشومانو د ناروغۍ د پیل پرمهال په خپلو ښوونځیو کې د لاس وینځلو لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه درلود؛ نیمايي له دغو ماشومانو د لوبو لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه درلود او له نیمايي ډېر یې له لومړنیو روغتیايي خدمتونو څخه ګټه نه ده اخيستې.

د یونیسف ادارې په دغه راپور کې راغلي، د ټولې نړۍ په کچه، له هرو درېیو ښوونځیو یوه ښوونځي یا د څښاک پاکو اوبو محدود خدمتونه لرل یا یې هېڅ د پاکو اوبو خدمتونو ته لاسرسی نه درلود.

د کرونا ناروغي چې شاوخوا اووه مياشتې مخکې په چين کې خپره او د نړۍ ٢١٠ هېوادونو او سيمو ته ورسېده، اوس په ګڼ شمېر هېوادونو کې کنټرول شوې، هلته ښوونځي پيل شوي او يا بېرته د پيلېدو په حال کې دي.

په افغانستان کې هم د لوړو زده کړو مرکزونه تر شپږو مياشتو وروسته پيل شوي او ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ ښوونځي هم پيل شي.

کرونا تر اوسه په نړۍ کې تر ٧٠٠ زرو ډېر کسان وژلي، ٢٠ ميليونه پرې اخته شوي، په افغانستان کې کې ٣٧ زره کسان پرې اخته، ١٣٤٠ کسان مړه او ٢٧ زره بېرته روغ شوي دي.

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement