خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

بخش صوتى

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ د ولسواليو اوسېدونکي د روغتيايي خدمتونو له نشتوالي شکايت کوي

د بلخ د ولسواليو اوسېدونکي د روغتيايي خدمتونو له نشتوالي شکايت کوي

Aug 13, 2020 - 13:42

مزارشريف ( پژواک، ۲۳زمری ۹۹) : د بلخ ولايت د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي په خپلو سيمو کې د روغتيايي خدمتونو له نشتونه شکايت کوي.

دوی وايي چې ډېری وخت خپل عاجل ناروغان د درملنې لپاره ښار ته نه شي رسولای او په لاره کې تلف کېږي.

بلخ ولايت کې د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي چې په سيمو کې يې روغتيايي خدمات د نشت برابر دي.

د چهاربولک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حزب الله پژواک ته وويل، چې د دغې ولسوالۍ روغتيايي چارو ته حکومت او سيمه ييزې ادارې هڅ پام نه دى کړى.

نوموړی زياتوي، چې په ډېری ساحو کې خلک روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

حزب الله وويل: (( زموږ په ولسوالۍ کې روغتيايي خدمات صفر دي، حکومت پلمه کوي چې نا امني ده او له همدې امله زموږ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي)).

د چهاربولک ولسوالۍ دغه اوسېدونکي همدا راز وويل، چې په يو شمېر ساحو کې بيا روغتيايي مرکز شته؛ خو دارو او درمل په کې نه پيدا کېږي.

هغه زياته کړه: (( يواځې د ولسوالۍ بازار کې يو وړوکی روغتيايي مرکز شته، چې يو نارينه او يوه ښځينه صحي کارمند په کې په دنده بوخت دي. له دوی سره يواځې دوه قلمه دوا ده، چې هر قسم مريض ورته راشي، دوی به هماغه دوا ورکوي)).

 د بلخ دغه اوسېدونکى له حکومته غواړي، چې د ښارونو تر څنګ دې د لرې پرتو سيمو روغتيايي ستونزو ته هم پاملرنه وکړي.

د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي رفيع الله پژواک ته وويل، چې د روغتيايي ستونزو له اړخه د دغې سيمې خلک له جدي ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه، چې ډېری وخت يو شمېر ناروغان د درملنې په موخه ښار ته د نه رسېدو له امله په لاره کې تلف کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې د ولسوالۍ د ودانۍ څنګ ته نږدې يو روغتيايي مرکز شته، چې هغه هم ډېری وخت د جګړې له امله تړلی وي.

رفيع الله وويل: (( له يوې خوا د کرونا په ګډون ډول ډول ناروغۍ او له بل پلوه په کليو کې د روغتيايي خدماتو نشتون، خلک له ګڼو مشکلاتو سره مخ کړي دي)).

هغه نيوکه کوي، چې د حکومت له خوا عرضه کېدونکي روغتيايي خدمات يواځې د مزارشريف ښاره پورې محدود دي او ډېری ولسواليو ته دغه اسانتياوې نه رسېږي.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی ګل رحمان همدرد پژواک ته وويل، چې له تېرو اتلس کلونو راهيسې بلخ کې د حکومتي خدماتو د عرضه کېدو برخه کې نا انډولي موجوده ده.

هغه زياته کړه، چې ډېری خلکو له همدې امله له حکومت څخه فاصله نيولې، چې په پايله کې يې د نا امنۍ کچه هم لوړه شوې ده.

همدرد وويل: (( دلته په بلخ ولايت د روغتيايي چارو په ګډون ډېری دولتي خدمات انحصار شوي دي او د عام ولس پر ځای يو څو مشخصو ډلو ته وړاندې کېږي)).

همدرد وايي، چې د بلخ ولايتي اداره بايد په ولسواليو کې د خلکو روغتيايي ستونزې بررسي کړي او هغوی ته دې خدمات ورسوي.

د ولسي جرګې دغه غړی وايي، چې خلک حق لري څو له حکومت څخه خپل حقوق وغواړي.

خو د بلخ عامې روغتيا رياست بيا وايي، چې دوی د بلخ په ټولو ولسواليو کې روغتيايي مراکز لري، چې خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

د بلخ د عامې روغتيا د رياست مرستيال مير خالد ربيع پژواک ته وويل، چې دوی د بلخ په ۱۴ ولسواليو کې پرانيستي صحي مراکز لري.

نوموړي وويل: (( د بلخ په څوارلس ولسواليو کې موږ ۱۱۶ روغتيايي مرکزونه لرو او همدا راز په ۱۴ ولسواليو کې ۹۰۰ روغتيايي پوستې لرو، چې په هره پوسته کې دوه کارمندان يو نارينه او بل ښځينه په دنده بوخت دي)).

ډاکټر ربيع زياته کړه، چې د کرونا د ويروس پر مهال يې په ولسواليو کې له شته صحي مرکزونو څخه په استفادې د عامه پوهاوي برنامې ترسره کړې دي.

نوموړی تاييدوي چې ځينو برخو کې به ستونزې وي؛ خو په ټوله کې يې دا وويل، چې ټولو ولسواليو کې روغتيايي مراکز فعال او د خلکو په خدمت کې دي.

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement