خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

بخش صوتى

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سوېل زون یو میلیون ماشومان د پولیو له واکسینه بې برخې دي

د سوېل زون یو میلیون ماشومان د پولیو له واکسینه بې برخې دي

Aug 15, 2020 - 15:40

کندهار (پژواک، ۲۵ زمری ۹۹): د کرونا وبا له امله له شپږ میاشتني ځنډ وروسته نن (د زمري ۲۵مه) په کندهار کې په داسې حال کې د ماشومانو د ګوزڼ/ پولیو واکسین کمپاین پیل شو چې تازه د دې ناروغۍ ۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

بلخوا د وسله والو طالبانو له خوا په ځینو ولسوالیو کې د محدودیتونو لګولو له امله له تېرو ۲۷ میاشتو راهیسې د سوېل زون یو میلیون ماشومان د پولیو واکسین له کور په کور کمپاین څخه بې برخې دي.

په سوېل کې د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر عبدالقیوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وویل، په کندهار کې له اوږده ځنډ وروسته داسې مهال د پولیو واکسیناسیون کمپاین پیلوي چې د دې ناروغۍ ۳ تازه پېښې ثبت شوي دي.

د پولیو واکسین کمپاین د کرونا وبا له امله د ۶ میاشتو لپاره درېدلی و.

هغه زیاته کړه، دغه کمپاین د کندهار له پنجوايي او ډنډ ولسواليو پیلوي چېرې چې د پولیو تازه پېښې ثبت شوي چې په ترڅ کې به یې د دغو ولسوالیو شاوخوا ۸۳ زره تر پنځو کلونو کم عمر لرونکي ماشومان واکسین کړای شي.

دی وايي، په دې سره په روان کال کې د پولیو د ټولو پېښو شمېر ۲۶ ته ورسېد چې ۱۲ په هلمند، ۸ په کندهار، ۴ په اروزګان، ۱ په زابل او ۱ په نیمروز ولایتونونو کې دي.

د ده په خبره، له دې پېښو ۴ یې په هغو ساحو کې ثبت شوي چې د واکسیناسیون د کمپاین ټیمونه لاسرسی ورته لري او ۲۲ یې په هغو سیمو کې دي چې اړوند ټیمونه لاسرسی نه ورته لري.

ډېرې پېښې د سوېل زون په هغو لیرې ولسوالیو کې رامنځ ته شوي چې وسله وال طالبان نفوذ په کې لري او دوی د واکسین اړوند کور په کور کمپاین باندې بندیز لګولی دی.

له همدې امله د دغه زون یو میلیون ماشومان د پولیو واکسین له کور په کور کمپاین څخه بې برخې دي چې د پخلا په خبره لامل یې د وسله والو بندیزونه او محدودیتونه دي.

پخلا وویل، د دغې ستونزې د حل په موخه د ولسوالیو، ولایتونو او هېواد په کچه هڅې شوي خو تر اوسه یې مثبتې پایلې نه دي لرلي.

ده خبر ورکړ چې د پولیو واکسین تازه پیل شوی کمپاین د کرونا وبا له امله په خاصو شرایطو سره عملي کېږي.

په سوېل کې د پولیو د تازه پېښو ثبتېدل ښيي چې دغه سیمه د ماشومانو د ګوزڼ تر لوړ ګواښ لاندې ده او دغه ناروغي د سلګونو زره ماشومانو ژوند ګواښي.

پخلا وايي، تر هغه چې ټولنه همکاري و نه کړي، یوازې د دوی هڅې پایلې نه ورکوي.

د ده په خبره، په ټولیزه توګه نا امني، په سمه توګه د واکسین پروګرام نه پلي کېدل او د خلکو کم پوهاوی هغه درې عمده لاملونه دي چې دغه ناروغي یې ډېره کړې ده.

نوموړي وویل، له بده مرغه په ټولنه کې د خلکو تر منځ ناسم باورونه، غلطې مفکورې او اوازې د دې لامل شوي چې ډېرې کورنۍ خپلو ماشومانو ته واکسین ور نه کړي.

چارواکي له خلکو او په ځانګړې توګه له وسله والو طالبانو غوښتنه کوي چې د واکسین پروګرامونو پر وړاندې د ستونزو جوړولو پر ځای دې د ماشومانو د ژغورولو په موخه د دغو پروګرامونو د سم تطبیق په موخه همکاري وکړي.

د کندهار اوسېدونکي وايي، وسله والې ډلې باید د خپلو غوښتنو لپاره د ماشومانو ژوند په خطر کې وا نه چوي.

د شاولیکوټ ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالرحمن وايي، وسله والو د نورو ولسوالیو تر څنګ په دې ولسوالۍ کې له ډېرې مودې راهیسې د پولیو پر واکسین بندیز لګولی دی.

خو دی دا هم وايي چې په خپله خلک هم د نه پوهاوي له امله لېوالتیا نه لري او د واکسین په اړه د ناسمو تبلیغاتو ښکار شوي، اړوندو ادارو ته په کار ده چې عامه پوهاوی ډېر کړي.

گزارش های مربوطه:

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement