ښرنه (پژواک ٧ غويى ٩١): د پکتيکا چارواکي وايي، په برمل ولسوالۍ کې يې درې سيمه ييز پوليس او د سيمې يو اوسېدونکى د ځانمرګي بريد د واسکټ د لېږد پر مهال نيولي دي.
د پکتيکا د سيمه ييزو پوليسو قوماندان جنرال عزيزالله پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه کسان ګډو ځواکونو په داسې حال کې ونيول، چې غوښتل يې په موټر کې د ځانمرګي بريد واسکټ يوه خوندي ځاى ته ولېږدوي.
هغه وايي، چې يادو سيمه ييزو پوليسو د برمل ولسوالۍ په موسى نيکه سيمه کې په يوه امنيتي پوسته کې دندې لرلې او دوى ته د سيمې د قومي مشرانو له خوا ورپېژندل شوي وو.
ده وويل چې څلورم نيول شوى تن د سيمې اوسېدونکى دى .
هغه زياته کړه، چې د يادو کسانو د بريد موخه تراوسه نه ده معلومه، خو واسکټ ورته له پولې هغې غاړې رالېږل شوی و.
د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان هم د دې خبر پخلی وکړ، خو نور جزئيات يې ورنه کړل.
له دې وړاندې په پکتيکا کې يوه سيمه ييز پوليس خپل نهه ملګري وژلي و او دى وسلوالو طالبانو ته ورغلى و.
دا مهال د پکتيکا په ارګون، سروبي، سرروضه، خيرکوټ، جاني خېلو، برمل او شکين ولسواليو کې سيمه ييز پوليس د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې فعاليت کوي.
پخوا چارواکو ويل، چې په پكتيكا كې سيمه ييز پوليس د امنيت په ټينګښت کې ښه ثابت شوي دي؛ خو له يادو پېښو وروسته يې اوس په اړه اندېښنې پيدا شوې دي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP