Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

د ننګرهار او کونړ له بازارونو پلاستيکي وسلې راټولې شوې

د ننګرهار او کونړ له بازارونو پلاستيکي وسلې راټولې شوې

By
On
Jul 03, 2016 - 14:31

جلال اباد- اسعداباد (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۹۵): د ننګرهار او کونړ ولايتونو پوليسو د بېلابېلو عملياتو پر مهال له بازارونو پلاستيکي وسلې اوپټاقۍ راټول کړي او پر پلور يې بنديز لګولى دى.

د ننګرهار د امنيې قومانداني د جنايي جرمنو پر ضد د مبارزې مدير سمونوال قدرت الله عربزي د چنګاښ په ۱۳مه خبري کنفرانس کې وويل، ياد توکي يې د ښار په هټيو کې نيولي دي.

ده زياته کړه: ((موږ په ښار کې د پلاستيکي ټوپکو او پټاقيو پر پلور بنديز ولګاوه، تر دې وروسته سرغړوونکي تر عدلي تعقيب لاندې راځي او قانوني چلند به ورسره وشي.))

نوموړي له ځايي اوسېدونکي غوښتنه وکړه چې خپلو اولادونو ته پلاستيکي وسلې وانه خلي او هم د دغو توکو د پلور پر مهال امنيتي ادارو ته خبر ورکړي.

نوموړي د پژواک د خبريال د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دغو توکو مخه ولې په ګمرکاتو کې نه نيول کېږي؟ وويل: ((دا توکي له قاچاقي لارو جلال اباد ته راوړل کېږي.))

د محمد رسول په نوم د جلال اباد يوه سرايوان پژواک ته وويل: ((موږ امنيې قوماندانۍ ته راغوښتل شوي يو، څو پلاستيکي ټوپک او پټاقۍ ونه ساتو.))

دى زياتوي، تر دې مخکې يې په سرای کې د دې توکو ساتلو ته اجازه ورکوله، خو تر دې وروسته ځکه اجازه نه شي ورکولی، چې پوليسو ترې د دې توکو د نه ساتلو لاسليک واخيست.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل، تېره اونۍ د ننګرهار والي اړوندو ادارو او ګمرکاتو ته سپارښتنه کړې چې ښار ته د پلاستيکي وسلو د واردولو مخه ونيسي.

د هغه په وينا، په جلال اباد ښار کې د پلاستيکي وسلو پر پلور بنديز دی او که هر څوک پر دې تور ونيول شي، قانوني چلند به ورسره وشي.

له تېر کال راهيسې د خواله رسنيو يو شمېر کاروونکي غوښتنې کوي چې سيمه ييزه اداره بايد په جلال اباد ښار کې د پلاستيکي وسلو د پلور او پېر مخه ونيسي.

بلخوا د کونړ ولايت پوليسو هم له بازاره په زياته کچه پلاستيکي وسلې او پټاقۍ رانيولې دي.

د کونړ امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخېل پژواک اژانس ته وويل چې تر اختر مخکې او اختر ورځو کې يې د پلاستيکي وسلو د خرڅلاو د مخنيوي لپاره کمپاين پيل کړى دى.

ده زياته کړه، د دغه کمپاين په ترڅ کې تر اوسه په زياته اندازه وسلې او پټاقۍ راټولې شوې دي.

نوموړي له خلکو وغوښتل، هغه هټۍ ورته په ګوته کړي چې پلاستيکي وسلې او پټاقۍ خرڅوي، څو دوى يې مخنيوى وکړي.

د  هغه په خبره، د پلاستکي وسلو د خرڅلاو په تور يې څو تنه نيولي هم دي.

د کونړ والي وحيدالله کليمزى وايي، امنيتي ادارو ته يې دنده سپارلې چې د پلاستکي وسلو د خرڅلاو مخه ونيسي.

د ده په وينا، د دغو توکو خرڅلاو که له يوې خوا امنيتي ستونزې پيدا کوي، نو له بلې خوا د ماشومانو پر ذهنونو ناوړه اغېزه هم کوي.

د کونړ د مرکز اسعداباد يوه اوسېدونکي محمد لايق، پژواک ته د ولايت او پوليسو د دغه اقدام ستاينه وکړه او زياته يې کړه، دغه کلتور بايد له منځه يووړل شي.

ده وويل، تر دې مخکې د دغه ولايت يو شمېر ځوانانو د دغو توکو پر ضد کمپاين هم ترسره کړى و.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update