Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Audio Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

د هرات د ولايتي شورا مشر پلويانو لاريون وکړ

د هرات د ولايتي شورا مشر پلويانو لاريون وکړ

By
On
Apr 08, 2017 - 19:49

هرات (پژواک، ١٩ ورى ٩٦): د هرات لسګونو اوسېدونکو د دې ولايت د ولايتي شورا مشر د بندي کېدو حکم پر ضد لاريون کړى او د هرات-اسلام کلا لار يې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

دغه لاريون نن ترسره شو او لاريون کوونکو يې په ترڅ کې د هرات ولايتي شورا مشر کامران عليزى بې ګناه باله او د عدلي او قضايي مرکز له لوري يې د دغه حکم د لغوه کولو غوښتنه وکړه.

د فساد او درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمې دوه اونۍ وړاندې، د ولايتي شورا رييس کامران عليزى له دندې څخه د ناوړې ګټې اخيستو په تور په دوه نيم کاله زندان محکوم کړ.

د ولايتي شورا مشر، تورن شوى چې له خپلو واکونو څخه په استفادې له ٢٠ وسله والو سره يوځاى په زور د هرات څارنوالۍ ته داخل شوى او د اداري فساد يو تورن چې پوښتنې ګروېږنې ترې کېدې، له ځانه سره وړى دى.

د لاريون يوه معترض عبدالعلي چې له يو شمېر کسانو سره يوځاى يې د هرات- اسلام کلا لار تړلې وه، وويل چې که چېرې حکومت د حکم د لغوه کولو په اړه د دوى غوښتنې ونه مني، سبا به د هرات-کندهار لاره هم د ترافيکو پر مخ وتړي.

يوه بل لاريونوال ملاجان وويل، دوى د عدالت د ټينګښت غوښتونکي دي.

هغه زياته کړه: "په بدن کې مو چې يو څاڅکى وينه هم وي، له عليزي به ملاتړ وکړو او موږ د عدالت غوښتونکي يو."

لاريون کوونکو د "عليزى بېګناه دى او د هغه محاکمه د حکومت يوه توطيه ده" شعارونه ورکول. يادو کسانو د ولايتي شورا مشر يو رښتينى کس باله.

کامران عليزي هم د لاريون کوونکو په منځ کې وويل: "ځينې داسې کسان موجود دي، چې په هرات کې داسې يو څوک نه غواړي چې د زورواکو په وړاندې ودريږي او له خپلو خلکو دفاع وکړي."

هغه زياته کړه: "له خپلې دندې يې ناوړه ګټه نه ده پورته کړې او خپله دنده يې په ښه توګه ترسره کړې، ما د خپل مؤکل له قانوني حق چې يو بې ګناه انسان و، دفاع کړې ده."

عليزي له مرکزي حکومت وغوښتل، چې د لاريون کوونکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

هغه ګواښ وکړ، که چېرې دولت د دوى غوښتنو ته ځواب ورنه کړ، د هرات-کندهار او د څو ولسواليو لارې به هم وتړي.

د هرات ولايتي شورا مشر، حکومت پر خپلو کړو ژمنو باندې پر وفا نه کولو تورن کړ او ويې ويل: "خلک اوس د حکومت له شوم پلان څخه خبر دي."

پر دې سربېره کامران عليزي زياته کړه، حکومت بايد هرات ته يو پلاوى راولېږي چې که چېرې پلاوي نوموړى بې ګناه ونه باله، نو زندان تېرولو ته چمتو دى.

د هرات والي وياند جيلاني فرهاد وويل، لاريون د خلکو قانوني حق دى او سيمه ييزه اداره به د معترضينو غوښتنې له مرکزي حکومت سره شريکې کړي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan

Twitter Update