څېړنه:کابل کې د اصنافو څه باندې ٨٠ سلنه واحدونه د فعاليت جوازونه نه لري او ماليه نه ورکوي
څېړنه:کابل کې د اصنافو څه باندې ٨٠ سلنه واحدونه د فعاليت جوازونه نه لري او ماليه نه ورکوي
کابل(پژواک، ١٩حمل۹۶):د يوې څېړنې له مخې، اټکل کېږي چې لږ تر لږه کابل کې ١٥٠زره صنفي واحدونه شتون لري خو ښاروالۍ وايي چې د بېلابېلو دلايلو له امله توانېدلي چې يوازې له ٢٠ سلنې لږ صنفي واحدونو ته د فعاليت جوازونه ورکړي او ډېرى يې د مالياتو له ورکړې ډډه کوي.
د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، تر اوسه ٢١٦ اقتصادي، سوداګريز او يا توليدي چې بانکونه، مخابراتي، ودانيز، سوداګريز، توليدي، د لېږد رالېږد، هوايي او تبليغاتي شرکتونه، نانوايۍ، نجارۍ، د حکاکي کارخونې، قصابۍ، سنګارتونونه، فلزکارۍ، د معاملاتو د لارښوونې دفترونه، روغتونونه، روغتيايي مرکزونه او کتنځايونه، دغه ښار کې پېژندل شوي دي چې لسګونه زره صنفي واحدونه د دغو اصنافو تر پوښښ لاندې فعاليت کوي.
Related Article

- 6268 reads
Add new comment