Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

غني : ډېر ژر به د کابل او ټول هېواد لپاره امنيتي پلان اعلان شي

غني : ډېر ژر به د کابل او ټول هېواد لپاره امنيتي پلان اعلان شي

By
On
Jun 19, 2017 - 14:57

کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٦): ولسمشر د دې خبرې په ردولو سره چې ګواکې په حکومت کې يو قوم حاکم دى، وايي چې ډېر ژر به په څو زره کسيزه غونډه کې د کابل او ټول هېواد لپاره امنيتي پلان اعلان کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د مدني ټولنې د بنسټونو له غړو سره په کتنه کې کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام په ارګ کې د مدني ټولنې د بنسټونو له غړو سره په کتنه کې د روان سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه د هغوی اندېښنې، ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

سرچينه کاږي، په پیل کې رازمحمد دلیلي، آمنې مایار، سید اکرام افضلي او عبدالله احمدي د نورو په استازیتوب په خبرو کې د تورې چهارشنبې او له هغې را وروسته پر تروریستي پېښو خواشیني څرګنده کړه او له جمهور رئیس څخه یې مننه وکړه چې دوی ته یې د مشورو او نظرونو د شریکولو فرصت ورکړ.

رازمحمد دلیلي، مدني ټولنه د خلکو او دولت ترمنځ د ارتباط پول یاد کړ او د دولت او خلکو ترمنځ یې د اوسنۍ فاصلې په کمولو کې د مدني ټولنې رول مهم وباله او زیاته یې کړه: "د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د مدني ټولنې اکثریت غړو ځکه ستا پلوي کړې ده، چې تاسو د نوي فکر په لرلو سره غواړئ په افغانستان کې د حکومت سنتي بڼه بدله او د معاصرو معیارونو په اساس د مډرنې دولتدارۍ اساسات کېږدئ."

هغه وویل، اوس د مصلحت وخت نه دی، د عملي اقدام وخت دی، باید د روانې انارشۍ، زورواکۍ، فساد او قومي تعصباتو د ختمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړئ چې له دې سره به پر حکومت د خلکو باور زیات شي.

ده زیاته کړه، مدني ټولنې هڅه وکړه چې په معترضینو فشار راوړي ترڅو خپلې خېمې لرې کړي، خو اوس د حکومت دنده ده چې په کابل ښار کې هغه سړکونه او کوڅې د خلکو پر مخ پرانېزي چې زورواکو بندې کړي دي.

آمنې مایار په بېلابېلو برخو کې د ښځو مدیریتي وړتیا او نقش مهم وباله او ښځینه قشر ته یې د دولت توجه وغوښته.

هغې په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، خلک نور له جنګ او بحراني وضعیت څخه ستړي دي، ځکه د روان کړکېچ اصلي قربانیان ښځې او ماشومان دي، ښځې نور نه غواړي زامن او لوڼې يې ووژل شي.

دې زیاته کړه، موږ باید نړيوالو ته څرګند پيغام ورکړو چې هېڅوک مو د قوم، ژبې او سمت په نوم نه شي سره بېلولی.

نوموړې د جنایت کارو او صادقو خلکو ترمنځ په بېلوالي ټینګار وکړ.

ورپسې سید اکرام افضلي د کابل ښار ستونزه د ټول افغانستان ستونزه وبلله چې په وینا یې د دغو ستونزو جرړه د بن کنفرانس ته ورګرځي او د خلکو نارضایتي له هماغه ځایه پيل شوه چې د خلکو غوښتنو ته په کې پام ونه شو.

ده زیاته کړه، د خلکو د نارضایتۍ یو علت دا دی چې توقعات یې زیات شوي او بل یې غږ نه دی اورېدل شوی او نه یې چا سم استازیتوب کړی دی.

هغه د تدارکاتو په کمېسیون کې شفافیت وستایه او وړاندیز یې وکړ چې د حکومت په اجرااتو د نظارت لپاره دې مدني ټولنې ته نقش ورکول شي او د مدني ټولنې له استازو څخه دې یو داسې کمېسیون جوړ شي چې د حکومت چارې وڅاري او بیا خلکو ته واقعي معلومات ورکړي چې ولس د درواغو او اوازو ښکار نه شي.

نوموړي د مدني ټولنې د بنسټونو مالي ستونزو ته اشاره وکړه چې لا یې هم زیاتو کارکوونکو معاشونه نه دي اخیستي، وویل، موږ له فعالي مدني ټولنې پرته ولسواک نظام نه شو لرلی، نو دولت ته په کار ده چې د مشخصو میکانیزمونو له لارې د مدني ټولنې بنسټونه تقویه کړي.

  عبدالله احمدي په خپلو خبرو کې بېکاري، اداري فساد، زورګويي او د قانون نه تطبیق په هېواد کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو مهم لاملونه یاد کړل او دغو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه یې بېکارۍ، د کلیو د خلکو ژوند او د قانون تطبیق ته پاملرنه وغوښته.

هغه زیاته کړه، د حکومت او خلکو ترمنځ د باور حس د پيدا کولو لپاره په کار ده چې حکومت د تورې چهارشنبې او دې ته ورته نورو تروریستي پېښو په اړه خلکو ته له جزئیاتو سره دقیق معلومات ورکړي.

د ده په وينا، هغه چا چې په مظاهره چیانو ډزې کړې دي، همداراز که چېرته مظاهره چیانو هم وسلې درلودې، باید دواړه په نښه او مجازات شي. 

نوموړي په نظام کې د هر ډول تغییراتو یواځینی روش ډموکراټیکه او قانوني لار وبلله او د ازادو او عادلانه ټاکنو د ترسره کولو لپاره یې د زمینې په برابرولو ټینګار وکړ.

ورپسې ولسمشر محمداشرف غني له ویناوالو څخه مننه وکړه چې په زغرده او په ډاګه یې ټولې اندېښنې ورسره مطرح کړې او زیاته یې کړه، موږ څلويښت کاله د درد او رنځ په منځ کې قرار لرو، د دې په ځای چې دا بحران ختم شي، له دوامداره بحران سره مخ کېږو، که موږ دا څلويښت کلن درد او غم درک نه کړو، دا وضعیت نه شو درک کولی.

ده وویل: "کله چې د کابل پوهنتون رئیس وم، د ټولو استادانو او محصلینو غوښتنه وه چې کابل پوهنتون دېوال نه لري. ما د پوهنتون دېوال په لومړیو څلورو میاشتو کې جوړ کړ. خلکو زما دا کار مسخره کړ، ویل یې له پوهنتونه یې ګوانتانامو جوړه کړه. زما ډېر کارونه شاید مسخره شي. خو زه باوري یم، یو وخت به دعا را ته کوئ."

هغه زیاته کړه، دلته یو ملي بحث او د یو بل خبرو ته د غوږ نیولو فرهنګ ته سخته اړتیا ده، زموږ په ټولنه کې په دې هدف خبرو ته غوږ کېښودل کېږي چې د مقابل طرف خبره څنګه بیا رد کړي.

دى وايي: "په تېرو لسو ورځو کې مې له ۳۰۰۰ هېوادوالو سره وکتل او دا ملي بحث به سراسري کېږي او د ټولنې له ټولو اقشارو سره به وینم او  ډېر ژر به په یوې دوه یا څلور زره کسیزه غونډه کې د کابل او ټول هېواد لپاره امنیتي پلان اعلان کړم او د همدغه بحث په نتیجه کې د راغلې ملي اجماع په ملاتړ به یې عملي کوو."

 غني زياتوي: "ماته د افغانستان درې قشرونو رایه راکړې ده، زه دلته د ښځو، ځوانانو او بېوزلو په رایو راغلی یم او هېچا سره شخصي مناسبات نه لرم، د افغانستان دښمنان یو قوي دولت نه غواړي، د افغانستان قوي ټولنې لپاره قوي دولت په کار دی او ژمنه کوم چې د کابل ښار ټول بند سرکونه به خلاصوم، خو تاسې به راسره درېږئ."

ولسمشر په ټولنه کې د یوه اقتصادي بحث په رامنځته کولو ټینګار وکړ، وې ویل، کله چې جمهور رئیس شوم، تاسې داسې تصور کولای شوای که د تورخم لار بنده شي، کابل کې دې خلک ډوډۍ پیدا کړای شي؟ ما دوه کاله منځنۍ اسیا سره د اړیکو په جوړولو کار وکړ، کله چې د تورخم دروازه تر میاشت ډېره بنده وه، په موږ یې یو فیصد اغېزه هم ونه کړه. دا زمونږ د اقتصادي خپلواکۍ او ښېرازۍ ثبوت دی.

هغه څرګنده کړه، د منځنۍ اسیا د هېوادونو ټولو مشرانو راته وویل، زموږ پرمختګ په افغانستان پورې تړلی او ټول جنوبي اسیا خواته روان یو.

ده ډاډ څرګند کړ چې د افغانستان راتلونکی روښانه دی او له خیالي او بې بنسټه اقتصاده د بنسټي اقتصاد خوا ته روان یو او په همدغه بدو شرایطو کې مو اقتصادي وده درې اعشاریه شپږ فیصده اټکل شوې ده.

هغه زیاته کړه، دوه کاله مخکې د نظام د بقا سوال مطرح و. ټولو د سقوط نارې وهلې. ایا چا دا ویل چې ملي ځواکونه به هېواد وساتي؟ د ګردي مېزونو خبرې مو در په یاد کړئ. نړۍ له افغانستان څخه د تېښتې په حال کې وه. ایا چا دا اټکل کولی شو چې موږ به  له وارسا او بروکسل کنفرانسونو ۱۵ ميلیارده ډالر راوړو؟ دښمن دا نه شي زغملی.

اشرف غنی د امنیتي، سیاسي او اقتصادي انتقال تر څنګ فرهنګي انتقال ته هم ګوته ونیوه، وې ویل، په دوه کاله کې مې اداره شپږ کاله ځوانه کړه او ډېر ځوانان مې و ګومارل، ماته داسې اداره په میراث پاتې وه چې د خدمت فرهنګ په کې نه و. د زور، امتیاز او فساد فرهنګ حاکم دی. باید دا سیاسي فرهنګ بدل شي او دا ټول به د خدمت او وطندوستۍ په فرهنګ بدلوم.

نوموړي دا خبره په کلکه رده کړه چې ګنې حکومت کې یې یو قوم حاکم دی، وې ویل، راځئ له سفارتونو نیولې، تر کونسلګریو، وزارتونو او خپلواکو ارګانونو پورې حساب وکړئ چې څوک په واک کې دي. تعادل باید مراعت شي او د هېچا حق باید تلف نشي.

‎ده ټینګار وکړ چې ملي یووالی مو تر برید لاندې دی، ملي یووالی و ساتئ او خلک مه ناامېده کوئ، ځکه دا د افغانستان جګړه نه ده، بلکې پر افغانستان جګړه ده. نړيوالې تروریستي شبکې او د جرمي اقتصاد لسګونه شبکې غواړي افغانستان قبضه کړي او بیا له دې ځایه خپلو جنایتونو ته دوام ورکړي.

غني وویل، موږ عالي شوراګانې جوړې کړې دي، هلته مسوولان ازاد نظر څرګندوي او جمعي تصمیم نیول کېږي، ما ژمنه کړې وه چې جمهوري ریاست کې باید بنسټونه رامنځته شي او تصمیم باید شخصي، سمتي او قومي نه وي، بلکې بنسټونه باید تصمیم ونیسي، زه یواځې د دغو شوراګانو بحثونه جمع بندي کوم او هر چاته د خبرو حق ورکول شوی دی او مدني ټولنه دې خپل استازي معرفي کړي چې په دغو شوراګانو کې برخه واخلي او هر څه له نږدې وڅاري.

ولسمشر په ټولو برخو کې په متوازن انکشاف ټینګار وکړ، ويې ویل، د کابل جنوب ولسوالۍ د پکتیکا ولایت له ولسوالیو څخه هم محرومې دي، دغه شان کابل کې داسې ناحیې شته چې پاخه سړکونه نه لري، تاسې باید په ملي مسائلو کې خپل نقش واضح کړئ او زیاته یې کړه، مدني ټولنه باید د ټولنې له منځه راوتلې وي، په بهرنیو مرستو متکي نه وي او رضاکاره کار وکړي او حکومت چې د قانون د حاکمیت او زرواکو په وړاندې کوم ګامونه پورته کوي، باید د خپل دولت تر شا ودرېږي.

Related Article


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update