Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

هلمند د ايران پر ضد لاريون وشو

هلمند د ايران پر ضد لاريون وشو

By
On
Jul 07, 2017 - 15:26

لښکرګاه(پژواک،١٦چنګاښ٩٦): په هلمند کې سلګونو کسانو د ايران د ولسمشر حسن روحاني د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې لاريون وکړ.

دغه لاريون د  چنګاښ ١٦مه په مرکز لښکرګاه کې په لاره اچول شوى وو چې د بيلابيلو سيمو خلکو په کې ګډون درلوده.

د لاريون ګډونوالو مرګ پر روحاني، مرګ پر ايران، مرګ د ايران پر پارلمان شعارونه ورکول.

د لاريون کوونکو له ډلې څخه احمد خان پژواک ته وويل چې د ايران د ولسمشر وروستې څرګندونې د افغانستان په کورنيو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.

هغه وويل: (( موږ هيچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ په چارو کې لاسوهنه وکړي موږ په دغه شان مواردو کې د خپل حکومت ملاتړ کوو.))

بل لاريون کوونکي حاجي اغا جان هم ورته څرګندونې وکړې او ويل چې د هلمند اوسيدونکو د اوبو د مهارولو په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني له طرحو کلک ملاتړ کوي.

دغه راز د هلمند مدني ټولنې مشر سردارد محمد همدرد وويل چې پر ايران بايد اوبه بندې شي ترڅو په دې برخه کې پخواني تړونونه عملي کړي.

ده هم وويل چې د ايران پر وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني له طرحو کلک ملاتړ کوي.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ايران ولسمشر حسن روحاني يوې غونډې ته د وينا پرمهال ويلي چې په افغانستان کې د اوبو پر سر د بندونو جوړلو مخه بايد ونيول شي ځکه تاوان يې ايران ته دى.

دغه راز د ايران د ملي شورا غړو هم ويلي چې په افغانستان کې د اوبو د مهارولو د مخنيوي په موخه بايد په افغانستان کې ناامني نوره هم ډيره شي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update