Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

پاکستان پر ډيورنډ پوله له افغانستان سره د ګډو ګزمو وړانديز وکړ

پاکستان پر ډيورنډ پوله له افغانستان سره د ګډو ګزمو وړانديز وکړ

By
On
Sep 13, 2017 - 15:07

کابل (پژواک، ٢٢ وږى ٩٦): د پاکستان لومړي وزير  پر ډيورنډ پوله له افغانستان سره په ګډه د پوځي ګزمو ترسره کولو وړانديز کړی دی.

د پاکستان نوي لومړي وزير شاهد خاقان عباسي په اسلام اباد کې له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، هېواد يې چمتو دى چې پر ډيورنډ پوله ګډې امنيتي پوستې هم جوړې کړي.

د نوموړي په وينا، دوى په خپله ساحه کې د اغزن سیم لګولو لړۍ پيل کړې ده او که افغانستان هم په خپله ساحه کې دغه کار وکړي؛ نو دوى يې هرکلى کوي.

د پاکستان لومړي وزير د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړه چې ګواکې په خاوره کې یې د ترهګرو خوندي ځالې شته دي.

د امريکا ولسمشر ټرمپ د افغانستان او سيمې په اړه په خپله نوې تګلاره کې ويلي وو چې په پاکستان کې د ترهګرو خوندي مرکزونه اوس هم شته.

عباسي ويلي چې هېواد يې له امريکا سره له تېرو ٧٠ کلونو اړيکې لري او فکر نه کوي چې د افغانستان له امله به يې دا اړيکې خرابې شي.

د يو بل خبر له مخې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردګان سره په ليدنه کې د افغانستان پر موضوع خبرې کړې دي.

راپورونه وايي چې دواړو لورو د افغانستان شخړې پر سياسي حل لارې ټينګار کړى دى.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update