Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

"د ملي يووالي حکومت مشران د نورو بدو ټاکنو پر پلانولو بوخت دي"

"د ملي يووالي حکومت مشران د نورو بدو ټاکنو پر پلانولو بوخت دي"

By
On
Sep 13, 2017 - 17:08

هرات (پژواک، ٢٢ وږى ٩٦): احمد ولي مسعود د ملي يووالي حکومت مشران په افغانستان کې د بدو ټاکنو پر پلانولو تورن کړل او ویې ويل چې که چېرې راتلونکې ټاکنې په روڼتيا سره ترسره  نه شي، هېواد به د بحران پر لور ولاړ شي.

د احمدشاه مسعود بنسټ او په برېتانيا کې د افغانستان پخواني سفير، نن په هرات کې يوې خبري ناستې ته وويل چې د احتمالي ناورين د مخنيوي لپاره د ملي وفاق پر طرحه کار کوي.

نوموړي د هېواد له ټولو خلکو او سياسي رهبرانو وغوښتل چې د ملي وفاق د پروګرام په اډانه کې داخل شي، څو هېواد له يوه بل بحران سره مخ نه شي.

مسعود د ملي وفاق طرحې پر عملي کېدو ټينګار وکړ او ویې ويل چې دا طرحه د خلکو له رايې اخيستلو او سياسي ډلو د باور اخيستلو نه وروسته د هېواد د امنيتي، سياسي او اقتصادي ننګونو د حل په برخه کې هڅه کوي.

د مسعود بنسټ مشر اوسنى حکومت ناکاره وباله او ویې ويل: ((د اوسني حکومت کاري بهير هېڅ د افغانستان په ګټه نه دى، د هېواد سياستوال بايد د وفاق ملي طرح نه په استفادې سره ددغه حکومت د ځاى ناستي لټون وکړي.))

نوموړي وويل، تر هغه چې د هېواد سياستوال يو نه شي او اعتماد جوړونه رامنځته نه شي، د افغانستان اوسنۍ ستونزې به له منځه ولاړې نه شي.

مسعود افغانستان اوسنى حکومت شخص محور وباله او زياته يې کړه: ((سره له دې چې په تېرو ١٥ کلونو کې افغانستان ته ميلياردونه ډالر راغلل، خو د افغانستان ستونزې دوه چنده شوې دي.))

نوموړي وويل چې له اوسنيو ستونزو د افغانستان د وتلو يوازېنۍ لار د نظام بدلون دى چې په وينا يې، د هېواد سياستوال کولى شي چې ملي وفاق طرحې په اډانه کې د يو بل مشترکاتو ته په پام سره هوکړې ته ورسېږي او وروسته د نظام د بدلون وړانديز وکړي.

مسعود د دولت د وسله والو مخالفينو سره د سولي خبرو لپاره د عالي شورا پر کړنو هم نيوکه وکړه.

Related Article


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update