Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

په بالابلوک کې درې پوليس وژل شوي

په بالابلوک کې درې پوليس وژل شوي

By
On
Jan 12, 2018 - 15:45

فراه (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٦) : د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د يوې نښتې پر مهال درې پوليس وژل شوي دي.

ددې ولايت يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار وخته شاوخوا پنځه  بجې رامنځته شوې ده.

سرچينه وايي چې وسله والو طالبانو د  يادې ولسوالۍ د چکاب په سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى چې په پايله کې يې درې پوليس ووژل شول او يو تن يې ټپي شو.

بلخوا ځينو نورو سرچينو ويلي چې په ځوابي بريد کې يوشمېر وسله والو  ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره يې په ډاګه نه کړه.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې ددوى يو نفوذي ملګري پر يادې پوستې بريد کړى، شپږ پوليس يې وژلي، يوه عراده موټر، نور وسايل، وسلې او مهمات يې له ځانه سره وړي دي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update