Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

ترهګر به د افغانانو په وژنې موخې ته ونه رسېږي

ترهګر به د افغانانو په وژنې موخې ته ونه رسېږي

By
On
Jan 28, 2018 - 11:08

لا په کابل کې د انټرکانټنينټال هوټل د وير اوښکې وچې نه دي، لا د انټرکانټینيټال هوتل د خونړۍ او وحشي پېښې پرهرونه سره ورغلي نه دي، چې ترهګرو  يو ځل بیا کابل د صدارت څلورلارې ته څېرمه ترهګريز بريد وکړ او يو شمېر افغانانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

ددغه پېښې څخه روغتونونو ته د وروړل شویو ټپيانو شمېر ۱۵۸ کسه ښودل  شوی او ۹۵ تنه هيوادوال په دغه ترهګريز بريد کې په شهادت رسېدلي دي.

ترهګر چې د پاکستان د ای، ایس، ای له لوري رهبري کېږي او د دې  استخباراتي شبکې پر مټ د هيواد په بېلا، بېلو سیمو او په تېره بیا کابل ښار کې بريدونه کوي.

نړيواله ټولنه ښه پوهيږي، چې د ترهګرۍ ټولې ځالې په پنجاب کې دي او له پنحاب د ترهګرۍ خواخوږي پالل کېږي، تر څو ای، ایس، ای  د ترهګرو په مټ افغانان په شهادت ورسوي او له ملي داعيې (لوی افغانستان ) يې په بل لوري فکر واوړوي، خو اوس ټول افغان ولس پر دې پوهېدلی دی، ترکومه چې د مقبوضه افغانستان محکومې سيمې د پنجاب تر اسارت لاندې وي، دغه ډول وحشي او خونړۍ پېښې د حيرانتيا وړ نه دي، ځکه پنجاب د افغان وژنې او افغانستان ورانونې پروژه ده، چې د ځينو نړيوالو خواخوږي هم ورسره مله ده، که نړيواله ټولنه غواړي، چې دغه ډول ترهګرۍ پېښې وروستۍ شي، نو باید سر له اوسه د ترهګرو مور پپنجاب  باندې هر ډول اقتصادي، امنيتي بنديزونه ولګوي او هر ډول اړيکې ورسره پرې کړې او په مقابل کې دې  افغان وياړلی ځواک  غښتلی کړي، تر څو په اسانۍ سره ددغه ډول تروریستي پېښو مخه ونيول شي.

د دولت په اډانه کې د مافيا او زورواکو مخنيوی هم په خپله د قانون حاکميت ته لاره هواروي او ترهګر د همدې مافيا په زور تر هدفه رسېږي او افغانان په وينو لمبوي.

افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز د قربانيانو له ټولو کورنيو سره په دغه وير کې ځان شريک ګڼي، ټپيانو ته د عاجلې روغتيا او شهيدانو ته د برين جنت هيله کوي.

افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز

 

Tags: 

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update