Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

د کندهار موټر بم چاودنه کې ١٦تنه وژل شوي او ٣٧ ټپيان دي

د کندهار موټر بم چاودنه کې ١٦تنه وژل شوي او ٣٧ ټپيان دي

By
On
May 22, 2018 - 14:28

درېيم تعقيب - کندهار ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٧) : په کندهار ښار کې د موټر بم چاودنه شوې چې له امله يې ١٦ تنه وژل شوي او ٣٧ نور  ټپيان شوي دي.

ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن د غبرګولي په لومړۍ نېټه، تر غرمې وروسته په شاوخوا يوه بجه د ١٤ مې حوزې اړونده د فابريکو په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د امنيه قوماندانۍ پوليسو او د ملي امنيت پوليسو د مستري خانو په يوه سراى کې په دوو کانټينرونو کې چاودېدونکي توکي کشف کړي وو.

د نوموړي په وينا، امنيتي منسوبينو يو کانټينر شنډ کړى و او پر بل بوخت و، چې په کې چاودنه وشوه.

د دراني په وينا، په دې چاودنه کې څلور تنه امنيتي سرتېري وژل شوي او د سرتېرو په ګډون ٣٤ نور ټپيان دي، چې ډېرى يې ملکي وګړي دي.

خو د والي وياند داوود احمدي وايي چې د يو موټربم د شنډولو پر مهال بل موټر بم چاودنه  کړې ده.

د کندهار د ميرويس روغتون سرچينې وايي چې دوى ته له پېښې ١٦ جسدونه او تر ٣٧ ټپيان راوړل شوي دي.

د سرچينې دمعلوماتو له مخې، په وژل شوو کسانو کې څلور پوځيان او پاتې نور يې عام وګړي دي او په ټپيانو کې شپږ امنيتي سرتېري او پاتې نور يې بيا عام وګړي دي.

تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا نه دى اخيستى.

له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د ياد بريد په اړه راغلي: "تروریستانو د افغانستان د خلکو پر وړاندې د خپلو جنایتونو په لړ کې غوښتل د دوو کانتینرونو په وسیله کندهار ښار کې انفجاري توکي ځای په ځای او بیا د روژې په دې مبارکه میاشت کې زموږ د عامو افغانانو پر ضد په سترو جنایتونو لاس پورې کړي، چې زموږ د زړورو امنیتي او ځواکونو له خوا کشف شول، خو له بده مرغه د شنډولو پرمهال په یوه کانتینر کې چاودنه رامنځته شوه او له امله یې زموږ یو شمېر عام روژه په خوله هېوادوال شهیدان او ټپيان شول."

سرچينه کاږي، تروریستانو د خپلو غلطو باورونو په اساس، زموږ د خلکو خلاف د وحشت یوه داسې لړۍ پيل کړې ده چې له مخې یې پر تاسیساتو، زېربناوو، د ښوونځیو په ګډون پر دیني او ښوونیزو مرکزونو، جوماتونو، د لوبو په ډګرونو او بازارونو بریدونه کوي، خو افغانان به له خپل حکومت سره په ګډه ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې د پرمختګ او ترقۍ په لور غوره کړې لار بدله کړي.

سرچينه زياتوي، ولسمشر غني د لا زیاتو تلفاتو په مخنیوي کې د کشفي ادارو اقدامات د قدر وړ وبلل او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې وسله وال د غیر مشروع او انسان ضد کړنو له لارې خپلو شومو اهدافو ته نه شي رسېدلی او په هر ځای کې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا په نښه او له منځه یوړل شي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update