Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

د پروان سیدخېل ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

د پروان سیدخېل ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

By
On
Aug 18, 2018 - 14:07

چاریکار (پژواک، ۲۷ اسد ۹۷): ځینې سرچینې وايي چې د پروان سیدخېل ولسوالۍ لپاره د طالبانو له لوري نومول شوی ولسوال له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سیدخېل ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي جمشید له خپل یو ملګري سره تېره شپه د پروان د شینواري ولسوالۍ په دهن شیوای سیمه کې وژل شوی دی.

د هغه په وینا، په دې نښته کې دولتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

د یادې سيمې اوسېدونکي طلامحمد وویل چې وسله والو طالبانو پر امنیتي ځواکونو یرغلیز برید وکړچې نږدې درې ساعته  یې دوام درلود.

هغه هم وویل چې د طالبانو له لوري نومول شوی ولسوال په دې نښته کې وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، په دې جګړه کې دوه نور طالبان هم وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update