Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

لاريون کوونکي: که د ګردېز ــ زرمت سړک جوړېدو کار پیل نه شي دا لويه لار به وتړو

لاريون کوونکي: که د ګردېز ــ زرمت سړک جوړېدو کار پیل نه شي دا لويه لار به وتړو

By
On
Sep 19, 2018 - 16:17

ګردېز(پژواک،٢٨وږى٩٧): د پکتيا د مرکز ګردېز يو شمير اوسېدونکو  د ګردېز ــ زرمت سړک د نه جوړېدو په غبرګون کې لاريون وکړ او ويې ويل چې د مسوولو چارواکو له ګڼو ژمنو سربېره هم د دې سړک د جوړېدو چارې نه دي پيل شوې.

په دغه لاريون کې چې نن د وږي په ٢٨مه ترسره شو، د ګردېز د خطابې او ابراهيم خېلو کليو او د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکو ګډون درلود.

دوى وويل چې که د سړک جوړېدو عملي چارې ژر پيل نه شي، نو دا لويه لار به د تګ راتګ پر مخ وتړي.

د لاريون کوونکو له ډلې د زرمت يو قومي مشر ظاهر اورياخېل  پژواک خبرى اژانس ته وويل چې ياد سړک له تېرو شاوخوا لس کلونو راهيسې څو ځله منظور او بوديجه ورته ځانګړې شوې، خو تر اوسه يې هېڅ عملي کار نه دی پيل شوی.

اورياخېل د فوايد عامې د وزير هغه خبرې هم دروغ او د شرم وړ بولي چې پر خپله فېسبوک يې ليکلي، چې د ګردېز ــ زرمت سړک لس کيلو متره جوړ شوی او د نورې برخې چارې يې روانې دي.

نوموړی وايي: ((د زرمت له سړکه لويه ډرامه جوړه ده، دا يې لسم، دوولسم کال دی چې لس وارې منظور شو او لس وارې يې پيسې وخوړل شوې. سړک يو انچ نه دی جوړ شوی او دا چې وزير ليکي چې لس کيلومتره يوخ شوی او په نور لس کيلو متره کار روان دی، دا کاملا دروغ ده او د قومونو په سترګو کې په رڼا ورځ خاورې ور اچول دي.))

د ګردېز د خطابې کلي مشر جيلان جلالي سړک د خلکو جدي اړتيا بولي او له وسله والو طالبانو او حکومته غواړي چې له خنډ او ځنډ پرته يې له خپله اړخه په جوړېدو کې مرسته وکړي.

جلالي وويل: ((له دولت، طالب او هغو چارواکو څخه چې مسووليت لري، زموږ غوښتنه دا ده چې دا قوم او ملت سړک غواړي. که هر شرکت او هر چارواکی وايي چې دلته امنيت نشته، والي صيب په خپله وويل چې دې سړک لپاره شپږ سوه کسان منظور شوي او امنيت يې ډاډمن دی.))

د رباط اوسېدونکی ملک عبدالله وايي چې د سړک جوړېدو لپاره د خلکو کورونه او باغونه وران شوي، خو د سړک جوړېدو هېڅ درک نشته.

نوموړي وويل چې د سړک د خاورو د ګردونو له امله خلک په زيات تکليف دي او په بېلابېلو ناروغيو اخته کيږي.

دی وايي: ((موږ مجبور او مکلف يو، چې له هرې لارې وي خپل حق حصول کړو. دا لاره امنيت ده؛ ځکه امنيت ده چې زه د يوه قوم نماينده د شپې دوولس بجې کور ته تلی شم، امنيت نور څه ډول وي.))

د دويمې امنيتې حوزې د ټولي مرستيال او د دې لويې لارې د ځينو امنيتي پوستو مسوول څارمن رحمت الله وايي چې د دې سيمې د امنيت پر وړاندې د دوی لپاره لويه ستونزه خرابه لاره ده.

رحمت الله وويل چې د سړک د جوړېدو پر وړاندې هېڅ ډول امنيتي ستونزه نشته او زياته يې کړه: ((که دا سړک پوخ شي او د لارې مشکل موږ ته اسانه شي انشاالله د زرمت ګوټ، ګوټ او هرې سيمې ته تلی شو او هېڅ پوسته سقوط نه شي کولی. ټول مشکل د لارې دی. اوس هم د دې لارې او سړک لپاره هېڅ مشکل نشته.))  

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د پکتيا والي شميم خان کټوازی وويل چې د دې شاوخوا ۳۰ کيلو متره سړک جوړېدو لپاره بوديجه منظوره شوى، خو وسله والو طالبانو اړوند شرکت ته ګواښ کړی چې که د لارې پخولو چارې پيل کړي، په نښه به يې کړي.

کټوازي وويل چې خلک بايد پر وسله والو طالبانو فشار راوړي چې د لارې جوړېدو پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي.

دی وايي: ((تجارتي شرکتونه دي، هغوی ته چې کله د مرګ او د ماشينري سوځولو ګواښ کيږي، هغوی بيا کار نه شروع کوي. په ولس مو غږ دا دی چې د اصلي ګرم پر ضد مظاهره وکړئ، له هغه سره خبرې وکړئ، هغه لرې نه دي، ستاسو په کورونو کې دي، څو تاسو د همدې خپل سړک د جوړېدو اجازه ترې واخلئ.))

ياده دې وي چې پکتيا ته د ولسمشر غني له خوا په سفر او پرانېستل شويو پروژو کې يو هم د ګردېز ــ زرمت او زرمت ــ غزني تر منځ د همدې سړک اساسي جوړېدل و.

څه موده وړاندې د وسله والو طالبانو په نوم او مهر يو ليک خپور شو، چې په کې د خلکو په ځواب کې د ګردېز ــ زرمت سړک له جوړېدو سره مخالفت شوی و او د سړک جوړېدل يې د ځان په زيان بللي و.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد رد کړه چې ګنې دا ليک دوی خپور کړی دى.

نوموړي پژواک ته د دې سړک جوړېدو په اړه وويل چې اوسمهال د جګړې په حالت کې دي او د سړک جوړېدو لپاره جګړه نه شي درولی.

Tags: 

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update