Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

خلک: د اروزګان په ۹۵ سلنه سیمه کې ټاکنې ناشونې دي

خلک: د اروزګان په ۹۵ سلنه سیمه کې ټاکنې ناشونې دي

By
On
Oct 12, 2018 - 15:58

ترینکوټ (پژواک، ٢٠ تله ۹۷): د اروزګان د ولایتي شورا غړي او ځایي اوسېدونکي وایي، د نا امنیو او لارو بندېدو له امله د دغه ولايت په ۹۵ سلنه سیمه کې راتلونکې پارلماني ټاکنې ناشونې دي او یواځې به د ۵ سلنه سیمو خلک په ټاکنو کې برخه واخلي.

دغلته نیوکې پر امنیتې ارګانونو دا دي چې د ټاکنو لپاره یې امنیتي سیمې پراخې نه کړې او خلکو ته یې د ټاکنو لپاره د ګډون زمینه برابره کړې نه ده.

اروزګان چې له تېرو دوو کلونو راهیسې کلابند دى او ټولې لویې لارې یې تړلې دي، اوس یې اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي پر دې اندېښمن دي چې د دغه ولایت د ۹۵ سلنه سیمو اوسېدونکي به ځکه د ولسي جرګې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي چې هلته واک د طالبانو په لاس کې دى او د ټاکنو پروسې ته په کې اجازه نشته.

د اروزګان د ولایتي شورا غړي اندېښمن دي چې راتلونکې پارلماني ټاکنې به د دغه ولایت یواځې په ۵ سلنه سیمه کې ترسره شي.

د ولایتي شورا منشي عبدالکریم خادمزوی پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت تر ۹۵ سلنه زیاته سیمه د طالبانو تر واک لاندې ده او هلته مطلق ټاکنې ناشونې دي.

د ده په خبره، پارلمان ته تلونکي نوماندان به یواځې د ۵ سلنې خلکو استازیتوب کوي.

نوموړى هم پر امنیتي ځواکونو نیوکه کوي چې د ټاکنو لپاره یې زمینه نه ده برابره کړې او هغه ګڼې سیمې چې دا مهال د طالبانو په واک کې دي، تر دولتي حاکمیت نه شوې لاندې.

د اروزګان د خاص اروزګان ولسوالۍ یو اوسېدونکى عبدالعلي وایي، د دوی په ولسوالۍ کې هېڅ ټاکنې نه ترسره کېږي؛ ځکه چې هلته یواځې څو ودانۍ د دولت تر حاکمیت لاندې دي او نور هر څه له طالبانو سره دي.

ده زياته کړه، هلته یو سټېکر هم نه دى وهل شوی او نه هم د رایې اچونې محل په کې جوړېږي.

هغه اندېښنه ښیي چې د نا امنۍ له امله د هغوی د ولسوالیو ټول اوسېدونکي د رايې اچولو له پروسې بې برخې کېږي.

همدارنګه د دغه ولایت د چارچینو ولسوالۍ اوسېدونکى شمس الله وایي، د دوی په ولسوالۍ کې هم د ټاکنو لپاره زمینه نه ده برابره او نه هم هلته سټېکرونه لګېدلي دي.

دغه کسان اندېښنه لري چې راتلونکې پارلماني ټاکنې به یواځې په هغو سیمو کې ترسره شي چې امنیت یې خوندي وي او د دغه ولایت هغه ۹۵ سلنه سیمه چې دا مهال په کې وسله وال طالبان حاکم دي، د هېڅ ډول ټاکنو لپاره زمینه په کې نه ده برابره.

د اروزګان د ټاکنو خپلواک کمېسيون ولایتي مسوولین بیا وایي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د ټاکنو پروسه هېڅ نه ترسره کېږي؛ ځکه چې په وینا یې هلته امنیتي وضعیت خراب دی او هېڅ اوسېدونکي یې سټېکر هم نه دى لګولی.

د دغه کمېسيون مشر نجیب الله حقپرست پژواک ته وویل، د پارلماني ټاکنو لپاره په مرکز ترینکوټ او څلورو نورو ولسوالیو کې بشپړ چمتووالى نیول شوی او د بایومیټریک ماشینونو تر څنګ رایې پاڼې هم را رسېدلې دي.

دى د خلکو او ولایتي شورا د غړو د ادعا په اړه څه نه وایي، خو دا مني چې د دغه ولایت په زیاتو سیمو او دوو ولسوالیو خاص اروزګان او چارچینو کې به هېڅ ټاکنې ترسره نه شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون ولايتي مشر وایي، امنیتي ځواکونو ورته ډاډ ورکړى چې د ټاکنو لپاره به ټول وسایل او راى پاڼې تر محلونو پورې رسول کېږي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update