Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

خوست کې د یوه توغندیز برید له امله درې کسان وژل شوي

Security & Crime

ارشيف

خوست کې د یوه توغندیز برید له امله درې کسان وژل شوي

By
On
Oct 12, 2018 - 16:22

خوست ښار (پژواک، ۲۰ تله ۹۷): امنيتي چارواکي وايي چې په خوست کې د يوه توغنديز بريد په پايله کې درې وسله طالبان وژل شوي او يو بل تپي دی.

دغه بريد نن (د تلې ۲۰مه) ماسپښين شاوخوا دوه بجې د دغه ولايت د ګربزو ولسوالۍ اړوند د مرمنډۍ په سيمه کې شوی دى.

د خوست د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيداحمد بابازي پژواک خبري اژانس ته د پېښې د تاييد تر څنګ وويل، دغه بريد بهرنيو ځواکونو کړی، چې په ترڅ کې يې درې کسان وژل شوي او يو بل ټپي دی.

هغه زياته کړه، وژل شوي کسان وسله وال طالبان دي او هغه مهال تر بريد لاندې راغلل چې د جمعې لمانځه ته پلي روان وو.

په همدې حال کې د سليمان ژوندي په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې په پېښه کې وژل شوي کسان ټول د يوې کورنۍ غړي دي.

نوموړي د پېښې د څرنګوالي په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، جومات ته پر لار و چې د يوې درنې چاودنې غږ يې واورېد.

بلخوا د خوست د ملکي روغتون مشر ډاکتر سخي سردار پژواک وويل چې دوی ته د پېښې له ځايه دوه کسه په ټپي حالت کې ور وړل شوي او په وينا يې چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

تر اوسه وسله والو طالبانو د پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update