Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

اروزګان کې وسله والو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

اروزګان کې وسله والو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

By
On
Oct 17, 2018 - 16:32

ترينکوټ  (پژواک، ٢٥ تله ٩٧) :  د اروزګان ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او دولتي  ځواکونو ترمنځ نښتو کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو له تېرو دو ورځو راهيسې ددغه ولایت پر ګیزاب ولسوالۍ ډله ييز بریدونه کړي و چې نن پاى ته ورسېدل.

د ګيزاب ولسوال عزت الله لطيفي د تلې په ٢٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په يادو بریدونو کې شپږ سيمه ييز پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د هغه په وينا، دغه راز په دغو نښتو کې ۷  وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.

ولسوال وايي، طالبانو غوښتل چې یاده ولسوالۍ نا امنه او سیمې ونيسي، خو له کلک مقاومت سره مخ شول.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update