Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

د سولې شورا: د سولې د څرنګوالي په اړه دې د افغانانو د نظر اجماع رامنځته شي

د سولې شورا: د سولې د څرنګوالي په اړه دې د افغانانو د نظر اجماع رامنځته شي

By
On
Nov 01, 2018 - 15:49

مزارشريف (پژواک، ۱۰ لړم ۹۷): د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې سولې ته د رسېدو د څرنګوالي په تړاو بايد د افغانانو ترمنځ د نظر اجماع رامنځته شي.

د دې شورا مرستيالې حبيبه سرابي د لړم په ۱۰مه په مزارشريف ښار کې د سولې په تړاو د ولسي اجماع رامنځته کېدو پروګرام کې وويل چې د افغانستان ټول وګړي له جګړو ستړي دي.

هغې زياته کړه چې بلخ ته يې د سفر موخه د سولې په تړاو جوړېدونکې اجماع کې د ښځو د ونډې زياتوالی دی چې په همدې تړاو يې د شمال زون له لسګونه مېرمنو سره خبرې کړې دي.

مېرمن سرابي زياتوي چې مېرمنې د ټولنې نيم قشر دی او له هغوی پرته يوې سوله ييزې ټولنې ته رسېدل ناممکن دی.

د هغې په خبره، د سولې پروسه کې د ښځو نقش ځکه ډېر مهم دی چې مېرمنې د جګړې اصلي قربانيانې دي.

سرابي وويل: ((همدا ښځې دي چې په جګړه کې يې خپل مېړونه، اولادونه، وروڼه او پلرونه له لاسه ورکړي او ضرور ده چې د سولې برخه کې يې هم نظرياتو ته درناوی وشي.))

هغې زياته کړه چې ۲۱ ولايتونو ته يې سفرونه کړي او د سولې په تړاو رامنځته کېدونکي اجماع کې يې د مېرمنو نظرونه اخيستي.

د سولې عالي شورا مرستياله همدا راز وايي چې له وسله والو طالبانو سره په مستقيم او غير مستقيم ډول د سولې خبرې روانې دي او زياتوي چې د يادو مذاکراتو د برياليتوب په صورت کې بايد د افغانانو د غوښتنو يوه بشپړه اجماع جوړه شوي وي.

د هغې په خبره، مېرمنې بايد په ټول توان او جرئت سره د سولې پروسه کې برخه واخلي او خپلې غوښتنې مطرح کړي.

دغه راز د ښځو چارو وزارت د مسلکي پاليسۍ مرستياله سپوږمۍ وردګ هم د سولې په پروسه کې د مېرمنو نقش مهم ګڼي او په ياد پروګرام کې د ښځو پر پراخ ګډون ټيڼګار کوي.

هغې پژواک ته وويل چې د سولې عالي شورا، د هېواد د لومړۍ مېرمنې دفتر، د ښځو چارو وزارت او د افغان ښځو شبکې له خوا په سولې پروسه کې د مېرمنو د ونډې په تړاو يوه مشترکه کمېټه جوړه شوې چې په ولايتونو ګرځي او د مېرمنو نظريات راټولوي.

د مېرمن وردک په خبره، ټولنيز ثبات ته د رسېدو لپاره بايد سوله ييز فکر له کورنۍ څخه پيل شي چې په وينا يې دغې چارې لپاره د مېرمنو همکارۍ ته ډېر ضرورت دی.

همدارنګه په دغه پروګرام کې د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر هم خبرې وکړې او غوښتنه يې دا وه چې د ټولنې ټول اړخونه بايد د سولې راتلو برخه کې هڅې وکړي.

نوموړي وويل چې د حکومت تر څنګ ولس بايد پر مخالفينو باندې د ولسي فشار راوستو له لارې هغوی وهڅوي، څو د سولې خبرو ته کېني.

د بلخ والي همدا راز وويل چې د افغانستان دښمنان هڅه کوي، څو د افغانانو ترمنځ قومي، ژبني او سمتي لرې والی رامنځته کړي.

خو هغه له خلکو غواړي چې يو بل وزغمي او په ټولنه کې د سوله ييز ژوند د جوړېدو لپاره يو موټی و اوسي.

هغه زياتوي چې نړيواله ټولنه او افغان حکومت هڅه کوي څو د افغانستان ستونزه د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي.

خو د ښځو د حقونو يو شمېر فعالانې ورته پروګرامونه کليشه يي او تکراري بولي.

مدني فعاله نوريه ندا وايي چې د سولې په پروسه کې د مېرمنو ونډه ډېره مهم ده؛ خو نيوکه کوي چې هغوی مېرمنو ته بلنه نه ورکول کېږي چې په ټولنه کې عملاً پر کار بوختې دي.

هغې زياته کړه چې په ورته پروګرامونو ډېری هغه مېرمنې دعوت کېږي چې په دولتي ادارو او يا هم نورو دفاترو کې کار کوي.

نوموړې وايي چې په تېره يوه نيمه لسيزه کې همدا تکراري مېرمنې په ولايتونو کې غونډې جوړوي، خو په وينا يې چې تر اوسه يې د سولې په تړاو اجماع رامنځته نه شوه کړای.

د هغې په خبره، سولې ته د رسېدو او په دې تړاو د اجماع رامنځته کېدو په برخه کې بايد له نوو لارو چارو کار واخيستل شي.

هغه زياتوي چې د نړۍ هره جګړه د سولې له لارې پای ته رسېدلې او وخت را رسېدلی چې د افغانستان د جګړې ښکېل اړخونه د مذاکراتو مېز ته سره کېني.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update