Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

د مارشال فهیم پوځي پوهنتون لپاره له ۳۰۰۰ کسانو کانکور ازموینه واخیستل شوه

د مارشال فهیم پوځي پوهنتون لپاره له ۳۰۰۰ کسانو کانکور ازموینه واخیستل شوه

By
On
Nov 08, 2018 - 14:59

کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٧): نن په کابل کې د لسګونو نجونو په ګډون ٣٠٠٠ کسانو د مارشال محمد قسيم فهيم په پوځي پوهنتون کې د زده کړو لپاره د کانکور په ازموينه کې برخه واخيسته.

د ياد پوهنتون مشر بريد جنرال احمدالله داور د دغو څرګندونو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې نننۍ ازموينه د دغه پوهنتون د پنځلسمې دورې د کانکور ازموينه ده.

دى وايي چې د ازموينې ګډونوال د هېواد د بېلابېلا ولايتونو اوسېدونکي دي.

هغه وايي چې له دغو کسانو به ٥٠٠ تنه چې لوړې نومرې ولري، په دغه پوهنتون کې څلور کلنې زده کړې وکړي.

د ده د معلوماتو له مخې، په دغه پوهنتون کې د پوځي زده کړو تر څنګ د انجنيرۍ او کمپيوټر ساينس په برخو کې زده کړې ورکول کېږي او دا مهال په دغه پوهنتون کې د ٣١ نجونو په ګډون شاوخوا دوه زره کسان په زده کړو بوخت دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، تر اوسه د مارشال محمد قسيم فهيم له پوهنتونه څه باندې ٣٦٠٠ کسان فارغ شوي چې پنځه سلنه يې نجونې دي.

د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې او دوکتورينو چارو مرستيال ډګر جنرال اقبال علي نادري د دې ازموينې په پيل کې وويل، خوښ دى چې ځوانان د خپلې هېوادنۍ مينې له مخې له پوځي زده کړو سره لېوالتيا ښيي.

د ده په وينا، د پياوړي او مسلکي پوځ لرلو لپاره اړتيا ده چې ځوانان په دې برخه کې لوړې پوځي زده کړې ولري.

ده د ازموينې ګډونوالو ته وويل چې د زده کړو پر مهال د مسلکي وړتياوو ترلاسه کولو په موخه ډېر زيار وباسي.

دى وايي: "هر څومره چې د زده کړو پر مهال خولې تويې شي، هغومره د جګړې په ډګر کې د وينو له تويېدو مخنيوى کېږي."

د کانکور د ملي ادارې مشر پوهنوال عبدالقدير خموش د ازموينې پر مهال وويل چې ازموينه به په پوره روڼتيا ترسره شي او هغه کسان به ياد پوهنتون ته لار ومومي چې تر نورو لوړې نومرې ولري.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update