Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

د خوست، پکتيا او پکتيکا ٤٠ سلنه جلغوزي چين او ٦٠ سلنه پاکستان ته وړل کېږي

د خوست، پکتيا او پکتيکا ٤٠ سلنه جلغوزي چين او ٦٠ سلنه پاکستان ته وړل کېږي

By
On
Nov 08, 2018 - 16:00

خوست- ښرنه- ګردېز (پژواک، ۱۷ لړم ۹۷): د خوست پکتيا او پکتيکا د جلغوزيو سوداګر وايي چې د چين- افغانستان ترمنځ د هوايي دهلېز په پرانيستلو سره د لويې پکتيا د جلغوزو زياته برخه اوس هم د پکتيکا د انګور اډې او واڼه له لارې پاکستان ته په قاچاقي ډول وړل کېږي.

د جلغوزيو دغه سوداګر وايي چې پاکستان ورته ګمرکي تعرفه معاف کړې؛ ځکه هغوی خپل جلغوزي د کوم بل هېواد پر ځای پاکستان ته وړي.

هغوی وايي، که افغان چارواکي د چين له دولت سره د ګمرک کمولو په اړه خبرې وکړي، نو د دوی جلغوزي به په خپل نوم او په ډېره ښه بیه چين ته صادر شي.

د اصيل خان په نوم خوست کې د جلغوزيو يوه سوداګر پژواک خبري اژانس ته سره خبرو کې د چين- افغانستان ترمنځ د هوايي دهلېز په پرانيستل کېدو خوښي وښوده، خو وايي چې اوس هم د دوی زياتره جلغوزي پاکستان ته وړل کېږي.

دی وايي: ((سږ کال په سلو کې ۴۰ سلنه زموږ جلغوزي د هوايي دهلېز له لارې چين ته صادر شول او ۶۰ سلنه نور اوس هم پاکستان ته روان دی، خو موږ هيله من يو چې راتلونکی کال به دا کچه نوره هم زياته شي.))

د خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو جلغوزي لومړی خوست کې د جلغوزيو لپاره جوړ شوي مارکېټ ته راوړل کېږي او له هغې ځايه بيا د پکتيکا د انګور اډې او واڼه له لارې پاکستان ته په قاچاقي ډول پاکستان ته وړل کېږي.

د حسين په نوم د پکتيا ولايت يوه اوسېدونکی چې خپل جلغوزي يې دغه مارکېټ ته راوړي پژواک اژانس ته وويل چې سږ کال د وچکالۍ له کبله د جلغوزيو حاصلات د تېرو کلونو په نسبت کم دي، خو نرخ يې لوړ شوی دی.

د هغه په وينا چې سږ کال ۵۰ کيلوګرامه جلغوزي حد اقل په څه باندې زر ډالره خرڅېږي.

هغه زياته کړه: ((د تېر کال په پرتله سږ کال څلورمه حصه هم جلغوزيو حاصل نه دی ورکړی. په ځينو سيمو کې ښه و، په ځينو کې بيا نه و ښه. زموږ د سيمې جلغوزي د ځينو نورو سيمو په پرتله ښه دي.))

په داسې حال کې چې وړمه ورځ چين هېواد ته د هوايي دهلېز په پرانيستلو سره د جلغوزيو د انتقال لړۍ پيل شوه، د لويې پکتيا د جلغوزيو زياته برخه لا هم د واڼه له لارې پاکستان ته په قاچاق روان دي او بيا يې د پاکستان په مارکه چينايي سوداګر رانيسي.

په خوست کې د جلغوزيو د سوداګرو د اتحاديې مشر شهزاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر دې دمه له دغه مارکېټ نه شاوخوا پنځه سوه ټنه جلغوزي وتلي او دا لاړۍ لا روانه ده.

نوموړی وايي چې د چين ګمرک ورته قيمت پرېوځي؛ ځکه پاکستان ورته ګمرکي تعرفه معاف کړې ده.

شهزاده زياتوي: ((که چېرې د پاکستان د لارې په پرتله چين ته ماليه ډېره وي، نو بيا موږ تاوان کوو. که په سل روپۍ د پاکستان مال رسېږي نو که زموږ ماليه لوړه وي نو بيا موږ قيمت لوېږي. موږ تاوان کوو.))

په همدې حال کې د خوست والي حکم خان حبيبي وايي دولت پوره ژمن دی چې د جلغوزيو د پروسس او بسته بندۍ لپاره ټول امکانات برابر او پر چين سربېره ځينو نورو هېوادونو ته هم د صادراتو زمينه برابره کړي.

حبيبي زياته کړه: ((په تدريجي ډول ښايي موږ په مطلق ډول په څو کلونو کې د قاچاق مخنيوی وکړو. په دې برخه کې د دولت دريځ جدي دی چې په خوست او نورو سرحداتو کې د جلغوزيو د قاچاق مخنيوی وشي.))

د ځينو ارقامو له مخې تېر کال د خوست د جلغوزيو له مارکېټ نه شاوخوا څلور زره ټنه جلغوزي چې مجموعي قيمت يې نږدې ۸۰ ميليونه ډالر ښودل شوی، د پکتيکا د انګور اډې له لار پاکستان ته انتقال شوي وو.

د پکتيا ولايت د جلغوزو يوه سوداګر تاج محمد وايي چې جين ته د جلغوزو صادرېدل به د سوداګرو او بزګرانو په اقتصادي حالت ښه اغېز ولري او ګټه به يې نېغ په نېغه افغانانو ته ورسېږي.

هغه زياته کړه: ((ګټه يې افغانانو ته رسېږي، له هغو مشکلاتو، ستړو او قاچاقو څخه خلاص شول چې په لاره کې پوځيانو ترې پيسې غوښتې يا مثال هلته تجارانو په وخت پيسې نه ورکولې. اوس خلک هم خوشاله دي او ښه تاثير يې کړی دی. د پکتيا او پکتياوالو د اقتصاد لپاره جلغوزه لوی شی دی.))

د جلغوزو يو بل سوداګر اسماعيل چې تر دې وړاندې يې جلغوزي له پېرلو وروسته پاکستان ته وړل، پژواک ته وويل چې په لاره کې څو ځايه ورڅخه د پيسو اخيستو سربېره په يو من (۵۲ کيلوګرامه) اته زره پاکستانۍ کلدارې ګمرک اخيستل کېده.

نوموړی وايي چې چين ته د جلغوزو د صادراتو له رسمي پيل وروسته د پاکستان حکومت ټولو سوداګرو ته اعلان کړی چې دغه هېواد ته د جلغوزو په ور وړلو ورڅخه ګمرک نه اخلي.

دی چين ته د جلغوزو پر صادرولو خوښ دی خو وايي، د جلغوزو د لېږد هوايي پروازونه کم دي او د زياتېدو غوښتنه يې کوي.

نوموړی په ګردېز کې د جلغوزو د ساتنې او پروسـس مرکز جوړېدل غواړي او وايي که ياده وچه مېوه په سم ځای کې ونه ساتل شي، نو په طبيعي ډول خپل وزن له لاسه ورکوي چې په خبره يې سوداګرو او بزګرانو ته لوی زيان دی.

اسماعيل پژواک ته وويل: ((هغه پاکستاني سوداګر چې له موږ سره په مارکېټ کې دي، هغوی هم دې هوايي دهلېز ته انتظار دي، موږ بيا هېڅ نه غواړو چې جلغوزي پاکستان ته يوسو، موږ غواړو چې خپل مالونه له خپل هېواده صادر کړو، خو پروازونه ډېر کم دي او که زيات شي لوی مشکل به حل شي.))

د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر عبدالنصير عالميار وايي سره له دې چې سږ کال د کمو ورښتونو له امله د جلغوزو حاصل کم و، خو بيا هم د پکتيا په ګډون په خوست او پکتيکا کې شاوخوا ۳۵ زره ټنه جلغوزي توليد شوي دي.

عالميار پژواک ته وويل چې چين ته د جلغوزو د صادراتو له پيل سره يو کيلوګرام جلغوزي شاوخوا يو سل او پنځوس (۱۵۰) افغانۍ قيمته شوي دي.

د پکتيکا د جلغوزو يو سوداګر رحمت مخلص پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې تېر کال د جلغوزيو کيلو په ۱۳۳۷ افغانيو پلورل کېده، خو اوس يوه کيلو جلغوزي په ۱۵۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

هغه زياته کړه چې د دغه ولايت د جلغوزيو سوداګر اوس هم د چين له هېواد سره د جلغوزيو په لېږد او سوداګريز تړون په اړه معلومات نه لري چې له امله يې د جلغوزيو په نرخونو کې زيات توپير نه دی راغلی.

د زېړوک ولسوالۍ اوسېدونکی سيد اکبر ځدراڼ وايي چې د تېر کال په پرتله د جلغوزي ونو ښه حاصلات نه دي ورکړي.

نوموړی زياتوي چې اوس هم د دغه ولایت جلغوزي تر نيمايي زيات ګاونډي هېواد پاکستان ته په غير قانوني ډول وړل کېږي؛ ځکه چې په دغه ولايت کې د جلغوزيو د پروسس مرکز نشته او نه يې هم ګاونډي هېواد پاکستان ته په غير قانوني ډول د وړلو مخه نيول کېږي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update