Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

د کندهار دهلې بند د بیارغونې هوکړه ‌لیک لاسلیک شو

د کندهار دهلې بند د بیارغونې هوکړه ‌لیک لاسلیک شو

By
On
Nov 08, 2018 - 16:29

کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٧) د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې نن غرمه د کندهار د دهلې بند د بیارغونې او احیا تفاهم ‌لیک لاسلیک شو.

له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد هوکړه ‌لیک د ولسمشر ستر سلاکار او د مالیې وزارت سرپرست ډاکتر محمدهمایون قیومي او په افغانستان کې د نړیوال بانک ريیس شبهم چوهدري او د اسیا پراختیایي بانک ريیس سمویل تومیوا لاسلیک کړ.

سرچينې ويلي، د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په ۲۰مه د اسیا پراختیایي بانک (ADB) د کندهار د دهلې بند د ارتفاع لوړولو د ډيزاین لپاره  ANZDEC او افغان‌ ترین ګډو کمپنیو سره قرارداد وکړ چې د ۲۰۱۹ کال د اګسټ په ۳۱مه نېټه به پای ته ورسېږي او لګښت یې چې ۴۰۰ میلیونه امریکایي ډالر کېږي، د اسیا پراختیایي بانک او نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د کندهار د دهلې بند جوړولو چارې په څلورو پړاوونو کې بشپړېږي چې په لومړي پړاو کې د بند کاسه ۱۲ مترو ته لوړېږي چې له دې سره به یې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا له ۲۹۸ میلیونه متر معکب څخه ۷۹۸ متر مکعب اوبو ته لوړه شي.

سرچينه  کاږي، دویم پړاو یې د ځمکې او کروندو خړوبول دي چې ۲۰زره هکتاره نوره ځمکه به خړوبه کړي، په درېیم پړاو کې د کندهار ښار او ورڅېرمه کلیو ته د څښاک اوبو رسول تامینېږي او په څلورم پړاو کې د ۲۴ میګاواټه  برېښنا تولید دی چې د کندهار ښار ته به ووېشل شي.

د دهلې بند ٦٥ کاله وړاندې د کندهار ښار شمال شرق لوري ته د ٤٠ کيلومترو په واټن په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د ارغنداب پر سيند د امریکا د متحده ایالتونو په مالي لګښت جوړ شوى دی.

دغه بند د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو زېرمه کولو وړتیا لرله، خو اوس چې یې ۴۰ سلنه رسوبات نیولي، د اوبو د زېرمه کولو کچه یې ۳۰۰ میلیونه متره مکعبه ته راټيټه شوې ده.

Tags: 

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update