Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

"حکومت دې متوجه وي چې افغانستان د روسیې او امریکا د سیالیو قرباني نه شي"

"حکومت دې متوجه وي چې افغانستان د روسیې او امریکا د سیالیو قرباني نه شي"

By
On
Nov 13, 2018 - 17:43

کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٧): د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د افغانستان د سولې په برخه کې د زلمي خلیلزاد د فعالیتونو په اړه خلکو ته د پوهاوي په ورکولو ټینګار کوي او اندېښنه لري چې د امریکا او روسیې سيالي افغانستان په دویمه سوریه بدل نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره میاشت افغانستان، پاکستان، عربستان، عربي متحده اماراتو او قطر ته سفر وکړ.

نوموړي په دې سفرونو کې د افغانستان پر چارواکو او سیاستوالو سربېره په قطر کې د طالبانو له استازو سره هم خبرې وکړې.

هغه د سیمې یو شمېر هېوادونو ته د خپل دویم سفر په ترڅ کې د ملي یووالي حکومت له مشرانو، د ولسمشر له لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار، عطا محمد نور او د جمعیت ګوند له غړي محمد اسماعیل خان سره لیدلي دي.

ټاکل شوې ده چې خلیلزاد د افغان سولې لپاره د هڅو په ترڅ کې پاکستان، عربي متحده اماراتو او قطر ته یو ځل بیا سفر وکړي.                           

دا په داسې حال کې ده چې تېره جمعه په مسکو کې د طالبانو د استازو، د سولې د عالي شورا د پلاوي او د امریکا په ګډون د نړۍ د ۱۲ هېوادونو د استازو په ګډون ناسته جوړه شوه.

د هېواد یو شمېر سیاستوالو او د ملي شورا غړو ویلي چې دغه غونډه د روسیې د موخو او طالبانو د زور ښکاره کولو لپاره جوړه شوې وه.

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د خلیلزاد د دویم سفر په اړه بحث وشو.

په دې جرګه کې د بغلان د خلکو استازي نظر محمد فقیري کابل ته د خلیلزاد د سفر په اړه هیله مندي وښوده چې د نوموړي هڅې به په هېواد کې د سولې د ټینګښت او جګړې د پای ته رسېدو لامل وګرځي.

خو هغه زیاته کړه: ((سوله د امریکا یوه پروژه ده، تر څو چې امریکا ونه غواړي په افغانستان کې به سوله رانه شي، طالبان د بهرنيانو او د پاکستان د استخباراتو نوکران دي او دوى مسلمانان هم نه دي، ځکه چې د روسیې د ولسمشر پوتین بلنه یې قبوله کړه او لاړل، خو د افغانستان د سولې لپاره یې دسعودي عربستان او اندونيزیا په غونډو کې ګډون و نه کړ.))

په دې جرګه کې د زابل د خلکو استازي زلمي زابلي له افغان سیاستوالو سره د خلیلزاد د لیدنې په اړه وویل: ((زه نه پوهېږم چې خلیلزاد ولې کور په کور ګرځي، که د پردې تر شا څه نه وي نو ولې ټول سیاسیون په یوه ځای نه راټولوي او خپلې شته خبرې نه ورته وايي؟))

د یادې جرګې بل غړي جمعه الدین ګیانوال وویل، د افغانستان سوله په ډرامه بدله شوې، حکومت او افغانان باید متوجه شي واوسي چې د افغانستان په قضیه کې دامریکا او روسیې سیالۍ دغه هېواد په دویمه سوریه بدل نه کړي.

د مشرانو جرګې غړې طیبې زاهدي وویل، د سولې د ټینګښت لپاره چې هر ګام پورته کېږي جزيیات یې باید له خلکو او د د دوی له استازو سره شریک شي.

د جرګې بل غړي عبدالله قرلق وویل: ((د روسي چارواکو څرګندونې په ډاګه کوي چې دوی د طالبانو له ډلې د ملاتړ په حالت کې قرار لري، افغان حکومت او خلک باید هوښیار وي چې افغانستان د امریکا او روسیې د سیالیو قرباني نه شي او دغه هېواد د نړۍ د سترو قدرتونو د جګړې ډګر ونه ګرځي.))

د مشرانو جرګې یو شمېر نورو غړي هم غواړي چې د سولې بهیر په اړه جزيیات دې له خلکو سره شریک شي، دوی له افغان حکومت او سیاستوالو وغوښتل چې متوجه و اوسي تر څو افغانستان د روسیې او امریکا د سیالیو قرباني نه شي.

د دې جرګې په نننۍ ناسته کې د جرګې یو شمېر غړو مشرانو جرګې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مسوولینو او د سولې د عالی شورا غړو د استجواب غوښتنه وکړه او ویې ویل، دغه چارواکي باید د سولې د خبرو په اړه جرګې ته وضاحت ورکړي.

د مشرانو جرګې لومړي منشي محمد علم ایزدیار چې د یادې جرګې د نننۍ ناستې مشري یې پر غاړه وه وویل: ((زموږ لید دادی چې افغانستان سولې او د جګړې له منځه وړلو ته اړتیا لري، خو داسې سوله چې تل پاتې، باثباته او د افغانستان ټول وګړي یې له جزيیاتو خبر وي.))

ده زیاته کړه: ((نن زموږ خلک نه دي خبر چې امریکایان له طالبانو سره پر کومو مواردو هوکړې او په کومو مواردو پایلې ته رسېدلي، دغه موارد باید له بندو خونو بېرون شي او د افغانستان خلک او د دوی استازي یې له اجنډا خبر شي.))

د ده په خبره، د افغانستان په قضیه کې د نړۍ د سترو قدرتونو په ځانګړې توګه امریکا او روسیې تر منځ سیالۍ موجودې دي،که تدابیر ورته ونه نیول شي، خلک متحد نه شي او افغان سیاستوال  یې پایلو ته پام ونه کړي افغانستان به په دویمه سوریه بدل شي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update