Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

"پوهنتونونو کې د افراطيت زياتېدل د محصلينو د ذهني ودې مخه نيسي"

"پوهنتونونو کې د افراطيت زياتېدل د محصلينو د ذهني ودې مخه نيسي"

By
On
Nov 17, 2018 - 17:37

مزار شريف (پژواک ۲۶ لړم، ۹۷): د بلخ پوهنتون استادان او محصلين وايي، حکومت دې په پوهنتونونو او اکاډميکو ساحو کې د افراطيت د پراختيا، قومي، ژبنيو او سياسي فعاليتونو مخه ونيسي.

دوی زياتوي، د افغانستان دښمنان غواړي له دې لارې د خلکو تر منځ شته باورمندي له منځه يوسي.

د بلخ پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي رييسې پوهنمل شکيبا بګراموال د لړم په ۲۶مه، مزار شريف کې د محصل ورځې د نمانځنې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په اکاډميکو ساحو او پوهنتونونو کې د افراطيت پراختيا ناورين رامنځته کولای شي.

هغې زياته کړه، د محصلينو تر منځ قومي، ژبنيو او مذهبي مسايلو ته لمن وهل هم د پوهنتونونو په درسي بهير باندې ناوړه اغېز کولای شي.

مېرمن بګراموال زياتوي، د بلخ پوهنتون رهبري تر ډېره هڅه کوي، چې دغلته قومي، ژبنيو، مذهبي او سياسي فعاليتونو ته اجازه ورنه کړي.

د دې په خبره ، څومره چې محصلين په يادو مسايلو کې ښکېل کېږي، نو په هماغه اندازه يې د زده کړو بهير خرابېږي.

نوموړې وايي، د پوهنتونونو استادان بايد دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي او چاته دې اجازه نه ورکوي، چې په اکاډميکو ساحو کې ناقانونه کړنې ترسره کړي.

د بلخ پوهنتون د حقوقو پوهنځي مشره زياتوي، په پوهنتونونو کې د افراطيت په زياتېدو سره د محصلينو د فکري ودې مخنيوی کوي.

هغې په دې تړاو له حکومت څخه د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

د بلخ پوهنتون استاد پوهندوی سکندر سپهر هم په اکاډميکو ځايونو کې د افراطيت پر ودې اندېښمن دی.

نوموړى زياتوي،ې يو شمېر بهرني کړۍ هڅه کوي، څو د افغانانو تر منځ د بې باورۍ رامنځته کېدو په خاطر قومي او سياسي مسايلو ته لمن ووهي.

سپهر وويل، قومي او مذهبي تعصباتو ته د لمن وهل کېدو له امله په پوهنتونونو کې افراطيت هم د ودې په حال کې دی او بايد مخنيوی يې وشي.

هغه زياته کړه: ((متاسفانه زمونږ اکاډميک ځايونه هم خوندي نه دي، له ټولو بده يې دا ده چې د پوهنتونونو ځيني استادان هم په دغې ناروغۍ اخته دي، چې دا د راتلونکي لپاره خطرناک تمامېدای شي)).

نوموړی په کابل پوهنتون کې د محصلينو تر منځ وروستي تاوتريخوالي ته په اشارې وايي، چې دا ډول حرکتونه د افغانستان په اکاډميکو ځايونو کې د پراخو ستونزو د موجوديت بېلګې دي.

د هغه په خبره، د افغانستان دښمنان په دې هڅه کې دي، چې افغانان په خپل منځ کې پر قومي، ژبنيو او مذهبي مسايلو بوخت کړي او له پر مختګ څخه يې راوګرځوي.

د بلخ پوهنتون محصله حورشاه مبارز هم وايي چې افغان محصلين بايد ډېر پام وکړي؛ څو د سياستوالو د لاس آله ونه ګرځي.

هغه زياتوي، له بده مرغه د وروستيو سياسي بې بندوباريو له امله پوهنتونونو ته هم دغه مسايل ور ننوتي او بايد چې مخه يې ونيول شي.

نوموړې د پوهنتونونو له استادانو هم وغوښتل، چې يادو مسايلو ته جدي پاملرنه وکړي او اجازه ورنه کړي، چې اکاډميک مرکزونه د اختلافاتو په مرکزونو بدل شي.

په ورته وخت کې د بلخ پوهنتون رييس پوهاند مکمل الکوزی هم وايي، افغان ځوانان او محصلين بايد د ښې راتلونکې لپاره هڅې وکړي.

هغه زياتوي، افغان محصلين بايد په ټولنه کې د يو بل زغملو لپاره کار وکړي او د خلکو د نږدې والي لپاره کار وکړي.

نوموړی وايي، که څه هم د افغانستان دښمنان نه غواړي چې دا وطن پرمختګ وکړي؛ خو زياتوي چې ځوانان بايد دې ټولو دسيسو ته پام وکړي او د چا په خبرو ونه غوليږي.

هغه له محصلينو او ځوانانو غوښتنه وکړه، چې ټول قومي او مذهبي مسايل شاته پرېږدي او د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره فکر وکړي.

د افغانستان په پوهنتونونو کې داسې مهال د سياسي او قومي مسايلو زياتېدو او افراطيت د ودې په اړه اندېښنې موجودې دي، چې تېره اونۍ د کابل په پوهنتون کې د محصلينو تر منځ نښته کې يو محصل وژل شوی او څو تنه ټپيان دي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update