Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

په هرات کې ملکي وګړي، پولیس او طالبان وژل شوي

په هرات کې ملکي وګړي، پولیس او طالبان وژل شوي

By
On
Dec 05, 2018 - 15:17

 

هرات (پژواک، ١٤ لېندۍ ٩٧): د هرات امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په پښتون زرغون او ادرسکن ولسوالیو کې د طالبانو په دوو بریدونو کې دوه ملکي وګړي، یو پولیس او لس طالبان وژل شوي دي.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده نن پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبانو د پښتون زرغون ولسوالۍ پر اړوند یوه امنیتي پوسته برید وکړ چې په کې دوه ملکي وګړي، یو سیمه ییز پولیس او شپږ طالبان وژل شوي دي.

وليزاده وویل، دوه ملکي وګړي چې له سیمې تېرېدل د نښتې له امله وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه، سیمې ته مرستندوی ځواکونه رسېدلي او طالبان له سیمې تښتېدلي دي.

د یو بل خبر له مخې، طالبانو تېره شپه د ادرسکن ولسوالۍ په مهاجرین سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید کړی دی.

د هرات د پولیسو د ویاند عبدالاحد ولي زاده په خبره، په دې یو ساعته نښته کې څلور طالبان وژل شوي.

هغه زیاته کړه، وژل شوي طالبان د دې ډلې د مشهور قوماندان ملا حیدر کسان دي.

نوموړي وویل، د یوه وژل شوي طالب جسد له یو میل کلاشینکوف سره د جګړې په ډګر پاتې دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update