Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

ولسي جرګې له بېځایه شوو کسانو سره د مرستې کولو غوښتنه وکړه

Society

آرشيف

ولسي جرګې له بېځایه شوو کسانو سره د مرستې کولو غوښتنه وکړه

By
On
Dec 05, 2018 - 16:57

کابل (پژواک، ۱۴ لیندۍ ۹۷): د ولسي جرګې یو شمېر غړي له بېځایه شوو کسانو سره د لازمو مرستو غوښتنه کوي، خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر وايي، دغه اداره د بېځایه شوو په ګډون  له دوو ميلیونه ډېرو اړمنو کسانو سره د مرستې توان نه لري.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم نن ولسي جرګې ته غوښتل شوی و، څو د داخلي بېځایه شوو وضعیت ته د رسېدو په برخه کې وضاحت ورکړي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړو په هرات، بادغیس، کندهار، کندوز، غزني، فاریاب، سرپل، اروزګان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د بېځایه شوو کورنیو وضعیت د اندېښنې وړ و باله او ویې ویل، که په ژمي کې ورته لازمې مرستې ونه رسېږي ممکن انساني ناورین رامنځته شي.

 پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر وویل، ناامني او وچکالي له خپلو سیمو د خلکو د بېځايه کېدو اساسي لاملونه دي.

هغه زیاته کړه، همدا اوس د بېځایه شوو په ګډون په ټولیز ډول ۲.۲ ميلیون کسان  چې وچکالۍ او ناامنۍ ځپلي، د خوراکي توکو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د هغه په خبره، ۸۰۰ زره کسان د ناامنۍ او وچکالۍ له امله له خپلو سیمو بېځایه شوي چې زیاتره یې په هرات، بادغیس، کندهار، بلخ، فاریاب، کندوز او کابل کې مېشت دي.

نوموړي وویل، بېځایه شوي کسان، سرپناه، غذايي موادو، روغتیايي خدماتو او د څښاک پاکو اوبو ته اړتیا لري، دغو بېځایه شوو ته د ټولو خدمتونو رسول د دغې ادارې له توانه پورته دي.

هغه زياته کړه، په ۲۰ ولایتونو کې وچکالي ده او تر ۳۰ میلیونه ډېرو څارويو ته د يوه کال خوراکي توکو رسول  ۴۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د هغه په خبره، دا په داسې حال کې ده چې د دغې ادارې کلنۍ بودیجه ۵۸۰ میلیون افغانۍ ده او دغه اندازه بودیجه نه شي کولی چې یواځې د هرات ولایت بېځایه شوو ته خېمې واخلي.

هغه زیاته کړه: ((زموږ بودیجه ډېره کمه ده، د بېځایه شوو کسانو ستونزو ته رسېدنه، نه شو کولی  او زياتره مهال له نړیوالو مرستندویه موسسو مرسته غواړو.))

د ده په خبره، د افغانستان لپاره په جینوا کنفرانس کې د بهرنیو هېوادونو د توجه راجذبولو لپاره د افغان حکومت یوه هڅه له داخلي بېځایه شوو سره مرسته وه چې په عمومي او انفرادي ناستو کې له هېوادونو سره شریکه شوه.

فهیم وویل، دغه وزارت له بېځایه شوو سره مرسته کړې او اوس هم په هرات، بادغیس، فاریاب او کندوز ولایتونو کې دوی ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو وېش روان دی خو دا اندازه کافي نه ده.

د مشرانو جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وویل: ((موږ پېښو ته د رسېدو له ادارې هیله لرو   هغه څه چې دوی یې لري له بېځایه شوو ونه سپموي او د مرستو د وېش په برخه کې باید شفافیت ته پام وکړي.))

نوموړي په افغانستان کې له شته مرستندویه نړیوالو موسسو وغوښتل چې خپلې مرستې د افغانستان له «پېښو ته د رسېدنې ادارې» سره په همغږۍ تنظیم کړي څو ټولو بېځایه شوو ته مرستې ورسېږي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update