Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

برمک: کورنيو چارو وزارت کې به د چارو د لاسمون لپاره اړين اصلاحات راولم

برمک: کورنيو چارو وزارت کې به د چارو د لاسمون لپاره اړين اصلاحات راولم

By
On
Dec 05, 2018 - 17:53

کابل (پژواک، ۱۴ ليندۍ ۹۷): د کورنيو چارو وزير وايي، په دې وزارت کې به د اصلاحاتو لړۍ تر هغه روانه وي څو په دغه وزارت کې د فساد جرړې وباسي او  مسلکي او ژمن ملي پوليس ټولنې ته وړاندې کړي.

دغه څرګندونې د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک، نن په کابل کې د دې وزارت د پلان او ستراتيژۍ مرستيالې حسنا جليل د معرفي کېدو په غونډه کې وکړې.

 تر دې وړاندې پاسوال مسعود احمد عزيزي د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ او ستراتېژۍ مرستيال و چې له خپلې دندې يې استعفا ورکړه او پر ځاى يې حسنا جليل وټاکل شوه.

برمک وويل، دی به په دې وزارت کې د چارو د لاسمون لپاره اړين اصلاحات راولي او د وړتياوو لرونکي کسان به پر دندو وګوماري.

هغه زياته کړه: "موږ د مېرمنو په وړتياوو باوري يو، نو له همدې امله په لومړي ځل د کورنيو چارو په وزارت کې يوه مېرمن چې مسلکي زده کړې او پوره وړتيا لري د مرستيالې په توګه پر دنده ګومارو، په دې هيله چې دغه مېرمن په دې برخه کې خپله وړتيا وښيي."

وزير زياته کړه: "تردې وړاندې په دې وزارت کې عايد لرونکي بستونه په پيسو پلورل کېدل، خو له کله چې زه راغلم، کوم کس د بست د ترلاسه کولو په موخه چا ته پيسې نه دي ورکړي او کسان ټول د وړتياوو له مخې پر دندو ګومارل شوي دي."

د ده په وينا، د کورنيو چارو په وزارت کې په لومړي ځل د پوليسو څلورکلنه تګلاره جوړه شوې او د پلي کېدو په درشل کې ده.

د کورنيو چارو وزير زياته کړه، ډېر ژر به د پاسپورټ او موټر چلولو د جوازونو ورکړه په برېښنايي ډول پيل او ووېشل شي، ترڅو په دې برخه کې شته ستونزې له منځه لاړې او چارې يې لا اسانه شي.

د ياد وزارت نوې ټاکلې شوې مرستيالې حسنا جليل وويل چې په پوره اخلاص سره به خپلې خاورې ته خدمت وکړي.

هغې زياته کړه: "د هېواد د ملي پوليسو د لا ملي او مسلکي کولو لپاره د تګلارو ښه والي، د برېښنايي حکومتولۍ ترڅنګ د پوليسو چارو د لا ښه والي ښو سيسټمونو معرفي او پلي کول، په دې وزارت کې له شته امکاناتو او زېرمو د ښې ګټې اخيستنې په موخه د پلان او برنامې جوړول او په دې وزارت کې د ښځو شتون د ډېروالي په موخه د طرحو او برنامو جوړول، زما له کاري لومړيتوبونو څخه دي."

جليل له ولسمشر محمد اشرف غني، اجراييه رييس  ډاکټر عبدالله او د کورنيو چارو له وزير څخه مننه وکړه چې پر دې يې اعتماد وکړ او هغه يې په دې بست کې پر دنده وګومارله.

د کانونو او پټروليم سرپرستې وزيرې نرګس نهان هم په دې ناسته کې خبرې وکړې او ويې ويل چې په مېرمنو کې هم داسې کسان شته چې کولای شي چارې په ښه ډول مديريت کړي.

هغې زياته کړه، که چېرې مېرمنو ته د رهبرۍ په کچه برخه ورکړل شي، د نورو مېرمنو له ستونزو په ښه ډول خبرېدلاى شي او له نورو چارواکو سره به  د چارو د لاښه والي په موخه شريک او حل لار ورته ولټوي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update