Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د نږدې ۱۲ کیلومتر سړک پخولو چارې پيل شوې

د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د نږدې ۱۲ کیلومتر سړک پخولو چارې پيل شوې

By
On
Dec 06, 2018 - 15:17

کندوز (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۷): د کندوز فواید عامې ریاست د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ کیلومتره حلقوي سړک پخولو خبر ورکړ، وايي چې په جوړښت به يې څه باندې ۶۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راشي.

د کندوز د فواید عامې رییس محمد رحیم رحمتي نن د دې پروژې د کار مراسمو په پيل کې په داسې حال کې چې د کندوز والي عبدالجبار نعیمي له ملکي او پوځي چارواکو سره شتون درلود، وویل چې د دې پروژې کار به د ۱۸ میاشتو په موده کې پای ته ورسېږي.

د نوموړي په وینا، د دې پروژې له لارې به د دې ولسوالۍ سلګونو کسانو ته کاري فرصتونه مساعد شي.

د امام صاحب ولسوالۍ یو قومي مشر عبدالاحد د مسوولینو له پاملرنې د مننې تر څنګ وويل: ((خلک باید د دا ډول پروژو په تطبیق کې له دولت سره نږدې همکاري ولري.))

نوموړي وویل، د امام صاحب ولسوالۍ سړکونه زیات خراب وو چې د دې پروژې په تطبیق سره به د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ستونزې تر یو بريده هوارې شي.

د امام صاحب بل اوسېدونکي متین شېرزاد وویل چې په دې ولسوالۍ کې امنیت ټینګ دی، دولت باید د بیارغونې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي او ګڼې رغنیزې پروژې عملي کړي.

نوموړي زیاته کړه: ((خوشحاله یوو چې سړک مو پخېږي، د ښار دننه ډېر خراب و، اوس چې پخېږي نېک او مثبت ګام دی، پخوا به ناروغان خورا په عذاب کېدل او له سختو ستونزو سره مخ وو.))

د کندوز والي عبدالجبار نعیمي په دې مراسمو کې وويل: ((د پراختيایي پروګرامونو د تطبیق او غوره حکومتولۍ په برخه کې هیڅ راز لاسوهنه نشم زغملی له ټولو ښاریانو هيله کوم چې د پروژو تطبيق پر وړاندې د خنډونو لرې کولو او ولايت پرمختګ لپاره دې لاسه په کار شي او په یوه خوله دې د بيارغوني او جوړونې، پرمختګ، د پوهنې کیفیت لوړولو، د نامسؤولو وسلوالو، زورواکو او غاصبینو پر وړاندې و درېږئ، د ځان او نورو انسانانو لپاره دې د ښه ژوند چاپېریال برابر کړي.))

نوموړي، د روغتیا، ورزش، پوهنې، ټولنیزو چارو، د پراختيايي پروژو د طرحې او تطبیق، د امنیت ټینګښت، د ښې حکومتولۍ وړاندې کولو په تړاو د خلکو غوښتنو د ترسره کولو ژمنې ترڅنګ وويل چې ډېر ژر به دې برخې ته پاملرنه وکړي.

Related Article

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update